تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نن /جمعه/ وویل چې اسلام اباد د سولې د خبرو لپاره د افغان طالبانو یو شمېر مشخصو وارمخکې شرطونو ته پاملرنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا د افغانستان د سولې د لرلید په اړه په اسلام اباد کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال وویل، پاکستان به وروسته له دې چې طالبانو د سولې خبرې رد کړې، د افغانستان د سولې د خبرو د امکان په برابرولو کې صادقانه رول ته دوام ورکړي ځکه چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې تر ټولو ښه او ممکنه لار سیاسي خبرې اترې دي.
ده د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د تماس څلور اړخیزې ډلې ته په اشاره وویل، هڅې روانې دي چې طالبان او د یاغیانو نورې ډلې د خبرواترو مېز ته راوستل شي.
طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې (مارچ ۵) د سولې خبرې رد کړې، ویې ویل، تر څو چې ټول بهرني پوځیان وتلي نه وي، د طالبانو مشران له تورو لیستونو ایستل شوي نه وي او طالب بندیان خوشي شوي نه وي، د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي.
څلور اړخیز ګروپ تر دې پخوا ویلي و چې که د طالبانو هرې ډلې سوله رد کړه، په ګډه به یې پرضد اقدام کېږي.