تاند- د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان او پاکستان اړیکې هیڅوخت دومره ښې نه وې چې نن سبا دي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې نثار علي خان د پنجشنبې په ورخ په واشنګټن کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره د کتنې په مهال وویل:«فکر کوم افغانستان او پاکستان اوس له یو بل سره نژدې همکاري لري او دا همکاري د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې حیرانوونکې وي.»
ده وویل، د افغانستان او پاکستان اړیکې هیڅکله د نن په شان ښې نه وې او دا یو خورا ډېر مهم انکشاف دی.
«فکرکوم هماغسي چې ښاغلي کیري وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې هیڅکله تر اوس ښې نه وې. او دا یو ډېر ډېر مثبت انکشاف دی. افغانستان او پاکستان اوس په خپل منځ کې نژدې همکارۍ لري او دا همکارۍ به د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې حیرانوونکې نتیجې ولري.»
د پاکستان پوځ وايي، د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د سې شنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د طالبانو پر ضد د عملیاتو او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا په باب خبرې کړي دي.
دواړو خواوو همداراز د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه کېدو خوښي ښکاره کړې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان په سپینه ماڼۍ کې په یوه درې ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی دی.
په دغه درې ورځني کنفرانس کې، چې نن پای ته رسېږي، د سختدریځو ډلو پر ضد د مبارزې پر لارو چارو خبرې کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له نثار علي احمد خان سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکارۍ وستایلې او هغه یې بې سارې وبللې.
«پاکستان اوس په ښکاره په څو برخو کې مهم رول لوبوي. تر ټولو مخکې د افغانستان د انتقال په روان بهیر کې. موږ د همکاریو د رامنځته کولو لپاره د بې سارو هڅو شاهدان یوو اوتراوسه د حقیقي نتیجو نښې لیدل شوي دي.»
ده همداراز وویل، د همکاریو لپاره د دواړو هیوادونو د هلوځلو د بریالیتوب نښې نښانې لیدل کېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان وویل:«زما په نظر په تېرو څو میاشتو کې د جان کیري او د امریکا د حکومت د هڅو په نتیجه کې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ همکارۍ مخ په زیاتېدو دي.