تاند- پاکستان وايي، ځواکونو یې نن /چهارشنبه/ په خیبر دره کې پر افغان ځواکونو د درنو وسلو ډزې وکړې په تورخم کې افغان امنیتي ځواکونه وايي چې نن په سیمه کې اوربند و.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان پوځ وايي وايي، وروسته له دې یې د افغانستان په لور د درنو وسلو ډزې وکړې چې افغان ځواکونو یو وار بیا په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د دروازې د جوړېدو مخه ونیوله.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې، چې د طالبانو پر سر تل له ستونزو سره مخامخ دي، په وروستیو کې په تورخم کې پر یوبل د ډزو له کبله لا ترینګلې شوي دي.
افغانستان وايي چې پاکستان د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي خو پاکستان دا تور ردوي.
د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل:«کله چې زموږ کسانو نن /چهارشنبه/ د دروازې پر جوړولو کار پیل کړ، افغان ځواکونو زموږ پر پوځیانو او تعمیراتي کارکوونکو بیا ډزې وکړې.»
ده همداراز وویل چې پاکستاني پوځیانو د توپ او هاوان ځوابي ډزې وکړې.
هیڅ خوا د تازه نښتو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د پوځ ویندوی د نن ورځې جګړه تایید کړه.
خو افغان چارواکي وايي نن /چهارشنبه/ جګړه نه ده شوې مګر تېره شپه یو افغان پوله ساتی ووژل شو او ۵ نور ژوبل شول.
رویټرز خبري اژانس وايي، دغه افغان چارواکي ونه ویل چې دا پېښه په تورخم کې شوې او که په کوم بل ځای کې.
پاکستان وايي چې دروازه په خپله خاوره کې د دې لپاره جوړوي چې د وسله والو سختدریځو د تګ راتګ مخه ونیسي خو افغانستان بیا وايي چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې دروازه جوړوي.
د افغانستان حکومت تر دې وړاندې هم پاکستان تورن کړی و چې د پکتیکا د برمل، د ننګرهار د ګوشتې او د کندهار د معروف ولسوالیو په سرحدي سیمو کې یې د افغانستان لور ته پوستې جوړې کړي دي خو پاکستان تل دا ادعاوې رد کړي دي.
پاکستان پر ډیورند کرښه د تاسیساتو جوړول د پولې اداره او کنټرول یا بارډر منجمینټ بولي او وايي چې په دې وسیله غواړي چې د غیرقانوني تګ راتګ او د وسله والو د ورتګ مخه ونیسي.
افغانستان د ډیورند کرښه، چې ۲۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، هیڅکله په رسمیت نه ده پېژندلې او وايي چې دا کرښه په نولسمه پېړۍ انګلیسانو تحمیل کړې ده.