تاند- پاکستان وايي، په تېرو ۶ میاشتو کې یې د ډیورند کرښې په اوږدو کې ۱۵۰ کیلومتره ازغن سیم نصب کړی دی.
د پاکستان پوځ وايي، اوس هغه وخت راغلی چې افغانستان او امریکا پر پاکستان د تور لګولو پر ځای خپل مسوولیت ادا کړي.
پاکستان ټوډې ورځپاڼې پرون /پنجشنبه/ راپور ورکړ چې د دغه هیواد پوځ په تېرو شپږ میاشتو کې له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې په حساسو برخو کې ۱۵۰ کیلومتره ازغن سیم تېر کړی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښه شاوخوا دوه زره څلور سوه دېرش کیلو متره اوږدوالی لري.
د پاکستاني رسنیو پر اساس ازغن سیم په هغو سیمو کې تېر شوی چې د پاکستاني پوځ په وینا د خلکو تک راتګ پکې ډېر و.
افغانستان د پاکستان له لوري د دیورند کرښې په اوږدو کې په یو اړخیز ډول د کټارو او ازغن سیم له درولو سره مخالفت کړی دی.
د پاکستان د پوځ ۱۲ زره سرتېري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ۱۴ سیمو کې د ازغن سیم د تېرولو په کار بوخت دي.
پاکستان ټوډې ورځپاڼه د خپل هیواد د پوځي سرچینو په قول وايي چې پوځ د افغانستان په پوله کې ۴۴۳ پوستې او کلاوې جوړوي چې له دې منځه تراوسه ۱۵۰ جوړې شوي دي.