تاند- د پاکستان صدراعظم د سیمې لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ د نیوکې به ترڅ کې وویل، د امریکا ناسمه پالیسي به تر پاکستان امریکا ډېره زیان ولري.
شاهد خاقان عباسي، پرون (دوشنبه) په اسلام اباد کې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، له پاکستان سره د امریکا د پوځ د مرستو بندېدا د امریکا په ګټه نه ده.
«موږ د تروریزم پر ضد په مبارزه کې ښکېل یوو. د مرستو کمېدا به له تروریزم سره زموږ مبارزه کمزورې کړي او دا د امریکا په تاوان ده.»
ده همداراز وویل چې له تروریزم سره مبارزه هم د پاکستان او هم د امریکا په ګټه ده.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و چې نور د امریکا مرستو ته اړتیا نه لري.
امریکا، چې هر کال د پاکستان پوځ ته یوازې له تروریزم سره د مبارزې لپاره د ايتلاف له له بسپنې څخه نژدې یو ملیارد ډالره مرسته ورکوله، په وروستیو ۲ کلونو کې کمه کړي او تېره میاشت یې یومخ ودروله ځکه چې د امریکايي چارواکو په وینا پاکستان په خپله خاوره کې د تروریستانو پناهځایونه له منځه نه وړي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د افغانستان او سیمې لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه او ویې ویل چې پاکستان په خپله خاوره کې د سختدریځو د پناهځایونو پر ضد اقدام نه دی کړی.
ده په عین حال کې خبرداری ورکړ چې نور به د پاکستان په خاوره کې د سختدریځو پناهځایونه ونه زغمي.
د پاکستان صدراعظم وايي، هیواد یې له تروریزم سره مبارزه کړې او د پاکستان د هلوځلو تخریب امریکا ته تاوان لري.
خاقان عباسي وویل، امریکا په نهایت کې مجبوره ده چې د تروریزم پر ضد د مبارزې په لاره کې د پاکستان قربانیو ته درناوی وکړي او په دې برخه کې د پاکستان جدیت ومني، ځکه چې یوازې په یووالي تروریزم ماتېدای شي.
د امریکا نوې ستراتیژۍ پاکستان سخت اندېښمن کړی. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د امریکا پر نوې ستراتیژۍ له چینايی چارواکو سره له سلا مشورو وروسته پرون ایران ته لاړ او نن له ترک چارواکو سره ږغېږي.