خواجه اصف

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي، د امریکا متحد ایالتونه دې په داسې حال کې چې له افغان طالبانو سره د سولې د خبرواترو د بیا پیلولو هلې ځلې کېږي، د بې پېلوټه الوتکو حملې محدودې کړي.

خواجه اصف دا خبره د پاکستان یوه تلویزیون ته وکړه.

پرون د امریکا بې پېلوټه الوتکو په کورمه ایجسنۍ کې د حقاني شبکې پر پټنځایونو توغندي وویشتل او لږترلږه ۵ تنه یې ووژل. (تفصیل)

ده هیله څرګنده کړه چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیاپیلولو په هدف د عمان په مرکز مسقط کې د څلور هیوادونو خبرې به مثبته نتیجه ورکړي. خو امریکا باید هڅه وکړي چې په دې موده کې د بې پېلوټه الوتکو حملې محدودې کړي څو خبرې بریالۍ شي.

ده همداراز وویل چې پاکستان له امریکا سره د اړیکو غوښتونکی دی.

د مسقط په خبرو کې چې پرون پیل شوې، د طالبانو استازو ګډون نه درلود خو ظاهراً پاکستان د طالبانو په استازیتوب چینې وهلې.

One thought on “پاکستان وايي، په اوس وخت کې دې امریکا د بې پېلوټه الوتکو حملې محدودې کړي”
  1. بد کوي بايد حمله دی پری وشي. دوی د پکتيا په ولس حملی کوي او نور دی ورته چوپه خوله پاتی وي. نه هيڅکله هم نه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *