تاند- پاکستان نن /پنجشنبه/ په تورخم کې د بې وېزې افغانانو د مخنیوي په اړه د خپلې پرېکړې له عملي کولو وروسته وویل، چې افغانستان د پاکستان د دې پرېکړې په باب ځواب نه دی ورکړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا په تورخم کې د بې وېزې افغانانو د نه پرېښودلو موضوع ته په اشارې وویل، افغانستان تراوسه پوري د پاکستان له لوري په تورخم کې د پولې د ادارې د سیستم د اجرا په اړه ځواب نه دی ورکړی.
زکریا، چې د رسنیو له استازو سره خبرې کولې، همداراز وویل«په دې برخه کې د افغانستان همکاري خورا ضروري ده.»
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند د پاکستان دا پرېکړه، چې له پرون /چهارشنبې/ څخه یې عملي کړې، د هغو فشارونو له کبله وبلله چې د تروریزم د ملاتړ په خاطر د نړیوالې ټولنې له لوري پر پاکستان اچول شوي دي.
له کله چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په خاوره کې وژل شوی دی، پاکستان په دغه هیواد کې پر مېشتو افغانانو هم فشار ډېر کړی، په لسګونو تنه یې د جاسوسۍ یا د اسنادو د نه لرلو په نوم نیولي او ځورولي دي.
په وروستیو ورځو کې یې په پېښور کې د افغانستان د کونسل د موټر مخه ونیوله او د هغه مزاحمت یې وکړ.
اټکل کېږي چې د تورخم په دروازه د ورځې له ۱۰ زره تر ۲۸ زره تنه تګ راتګ کوي چې لوی اکثریت یې وېزه او پاسپورت نه لري.