تاند- د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اندېښنه ښکاره کړه چې د برښنا په برخه کې به په لنډ راتلونکي کې د افغانستان حالت تر پاکستان ښه شي.
د ګلف ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال د یکشنبې په ورځ /اپریل۱/ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ ګوند د انرژۍ د ستونزه حل کولو او د چین – پاکستان د اقتصادي کوریدرو عملي کولو ته لومړیتوب ورکړی دی.
ده همداراز وویل چې د سي پیک یا د چین – پاکستان د اقتصادي کوریدور له پیلېدو سره نړیوالو پاکستان ته له بل نظره وکتل.
پاکستان د برښنا له جدي ستونزې سره مخامخ دی خو دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اوس لپاره له خپلو شمالي ګاونډیو هیوادونو څخه، چې د برښنا او انرژۍ پرېمانه سرچینې لري، د برښنا واردات پیل کړي او تمه لري چې د دغو هیوادونو برښنا او ګاز به پاکستان او هندوستان ته هم صادر کړي.
د افغانستان ولسمشر پرون /یکشنبه/ په پکتیا کې د دغه ولایت او خوست لپاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا سب سټېشن یا برښناکوټ پرانیست.
April Fool’s
د پردی کټ تر نیمو شپو وی د خپل منابع څخه باید استفاده وشی
They should give all imported electricity to mosques
Because all of those mosques produce good minds all of the big names like Aniston Hawkin and many more used Quran shrif to help humanity
Mashallah……..
Afghan leaders should focus on their internal resources to produce electricity, there are more than 222000 MW hydro power resources and 67000 MW solar energy resources, which is much more to use inside Afghanistan and export for our neighboring countries ( Pakistan, India), against of that our export and export discrepancies might be zero and our income resources will be increased.