تاند- د پاکستان د قانون وزیر رعنا ثناالله وايي، امنیتي ځواکونو په پنجاب ایالت کې له اسلامي دولت یا داعش سره د اړیکو د لرلو په تور ۴۲ مشکوک سختدریځي نیولي دي.
ثناالله وویل، دا کسان د روانې اوونۍ په پیل کې د پنجاب ایالت په ۴ ښارونو کې د هغو شواهدو پر اساس نیول شوي چې د دسمبر د وروستیو د حملو یا چاپو په ترڅ کې ترلاسه شوي وو.
د دسمبر په نهه ویشتمه ثنا الله اعلان وکړ چې پولیسو د مرکزي پنجاب په ډسکه ښارګي کې د داعش یا اسلامي دولت ۸ مشکوک غړي نیولي دي.
پر هغوی تور پوري شوی چې غوښتل یې تروریستي شبکه جوړه او په پاکستان کې حملې وکړي.
په ډسکه کې د دسمبر د نهه ویشتمې تر حملې مخکې د پاکستان حکومت رسما د داعش فعالیت له دې سره سره رداوه چې له کلونو راهیسي د القاعده، طالبانو او نورو اسلامي سختدریځو ډلو په دغه هیواد کې تشدد ته دوام ورکړی دی.
د ۲۰۱۵ م کال په مې میاشت کې د داعش غړیو د کراچۍ په بندري ښار کې د شیعه اقلیت د ۴۳ غړیو د وژلو مسوولیت په غاړه واخیست.
د چارو کارپوهان وايي چې داعش په پاکستان کې د نفوذ لپاره ښه شرایط لري ځکه چې پاکستان د دین په نوم جوړ شوی او د اسلامي خلافت تبلیغ پکې زیات شوی دی.