تاند- پاکستان نن وویل چې په کابل کې پر افغان امنیتي ځواکونو حمله په کلکه غندي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ وویل چې پاکستان د کابل انتحاري حمله چې افغان امنیتي ځواکونه پکې ووژل شول، په کلکه غندي.
پرون افغان چارواکو وویل چې په پُل محمود خان سیمه کې په یوه انتحاري حمله کې ۴ تنه ملکیان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي«پاکستان له هغو غمجنو کورنیو سره، چې عزیزان یې وژل شوي، ژوره خواخوږي څرګندوي او د ټپیانو د ژر تر ژره رغېدو دعا کوي.»
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي«پاکستان تروریزم که په هر ډول او بڼه وي او په هر هدف وي، غندي او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د همکارۍ او هلوځلو د دوام پر ژمنې یو وار بیا ټینګار کوي.»
د کابل د پُل محمود خان په سیمه کې پرون سهار د موټرسایکل په وسیله انتحاري برید وشو. د ورځې په پای کې داعش یا اسلامي دولت ډلې د دغه برید مسوولت ومانه.
هلته شپانو سرع تندی وهي چې ظلم شوی
دلته لیوان سره څنګ په څنګ وزې ماتو وي
پرون مونږ په رڼو سترګو ولیدل چې د علي مسجد په ساحه کې څلور موټرونه له طالبانو بار د ملیشې او فوج په تلاشۍ راغلل فوج او ملیشې ورته سلامي وکړه که پاکستان رښتیا وايي نو ولئ يي نه ویشتل؟؟
دروغ دروغ دروغ د پاکستان هر عمل د غندلو دی دا کار هم پاکستان کړی دی