تاند- پاکستان وايي، په کابل کې د دغه هیواد دوه نیول شوي دیپلوماتان خوشي شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا نن /پنجشنبه/ وویل چې دواړه دیپلوماتان یې خوشي شوي دي.
ده ونه ویل چې څه وخت خوشي شول او یا چا نیولي ول.
پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د خپلو دیپلوماتانو پر نیول کېدو د اعتراض لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر احضار کړ.
په همدې منځ کې د کابل پولیسو وویل چې دوی د پاکستاني دیپلوماتانو له نیولو خبر نه دي.
پاکستان هم د خپلو دیپلوماتانو نومونه یا د هغوی د نیول کېدو د ځای او وخت په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې د پاکستان دوه دیپلوماتان د افغان امنیتي ادارو له لوري نیول شوي او پاکستان پر دې اقدام خپل اعتراض د افغانستان مرستیال سفیر عبدالناصر یوسفي ته اعلان کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان امنیتي ادارو له خوا د پاکستاني دیپلوماتانو نیونه د دوو هیوادونو ترمنځ د ورورګلویزو اړیکو د روحیې خلاف او د دیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ویانا د ۱۹۶۱ د کنوانسیون څرګنده سرغړونه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په خپله خبرپاڼه کې د خپلو دیپلوماتانو نومونه او د نیول کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.