تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د دوو پاکستاني دیپلوماتانو پر نیول کېدو د اعتراض لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر احضار کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون /چهارشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې د پاکستان دوه دیپلوماتان د افغان امنیتي ادارو له لوري نیول شوي او پاکستان پر دې اقدام خپل اعتراض د افغانستان مرستیال سفیر عبدالناصر یوسفي ته اعلان کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان امنیتي ادارو له خوا د پاکستاني دیپلوماتانو نیونه د دوو هیوادونو ترمنځ د ورورګلویزو اړیکو د روحیې خلاف او د دیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ویانا د ۱۹۶۱ د کنوانسیون څرګنده سرغړونه ده.
د افغانستان حکومت یا امنیتي ادارو تراوسه پورې د پاکستاني دیپلوماتانو د نیونې په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په خپله خبرپاڼه کې د خپلو دیپلوماتانو نومونه او د نیول کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.