تاند- پاکستاني رسنۍ په کابل کې د پاکستان د سفارت په قول وايي چې د دوی د سفارت کارکوونکي د مشکوکو کسانو له لوري تعقیبېږي.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن /پنجشنبه/ راپور ورکړ چې ناپېژاندو کسانو په کابل کې د پاکستان د سفارت د یوه کارکوونکي، چې یوې غونډې ته روان و، د تښتولو هڅه وکړه چې په نتیجه کې یې دغه کارکوونکی مجبوره شو چې غونډې ته له تلو ډډه وکړي.
ورځپاڼې د سفارت د سرچینو په قول همداراز ویلي، د سفارت کارکوونکو د ځینو کسانو څرک لګولی چې له سفارت څخه د وتلو یا ورننوتلو په مهال د پاکستاني دیپلوماتانو فلم اخلي.
یوې بلې سرچینې ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي:«د پاکستان سفارت به په داسي یو حالت کې فعالیت ته دوام ورنه کړای شي.»
پاکستاني رسنیو دا ادعا په داسي حال کې کړې چې د کابل له خونړیو بمي حملو وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې شوي، پاکستان د افغانستان سفیر دوه ځلي او افغانستان د پاکستان سفیر یو ځل د احتجاج لپاره احضار کړی دی.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ویلي، په کابل کې د پاکستان د سفارت د کارکوونکو ځورول وروسته له دې زیات شوي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه ريیس عبدالله عبدالله پاکستان د افغانستان په جګړه کې د تروریستانو په ملاتړ تورن کړ.
پر پاکستان د افغانستان له اعتراضونو وروسته پر کابل فشار کم شوی خو د حملو تمرکز یې په ځانګړي ډول هلمند ته اړولی دی.