تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي، په افغانستان کې ځینې ځانګړي عناصر هڅه کوي چې د دوو هیوادونو ترمنځ دوستانه او ورورګلویزې اړیکې خرابې کړي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی ډاکتر فیصل د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل«پاکستان او افغانستان ته پکار ده چې پر تروریزم د لاسبري لپاره له یو بل سره نژدې همږغي وکړي «خو موږ د ځینو خاصو عناصرو او د هغو له ناوړه نیتونو خبر یوو.»
ده څرګنده نه کړه چې دا عناصر څوک دي.
په تېرو کلونو کې افغان او امریکايي چارواکو په ځلونو د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې ځینې عناصر د افغانستان د وسله والو مخالفانو په ملاتړ او د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په لار کې د خنډونو په رامنځته کولو تورن کړي وو.
ډاکتر فیصل په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ د دیپلومات وژل کېدا وغندله او غوښتنه یې وکړه چې د دې برید عاملان دې ونیول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل، د افغانستان په سلو کې ۴۵ خاوره د حکومت ترکنټرول لاندې نه ده او طالبان له دغو سیمو څخه نه یوازې په افغانستان بلکې پاکستان کې هم ناامني جوړوي.
فیصل زیاتوي،«باید ناټو پر دغو سیمو تمرکز وکړي او په سیمه کې تروریزم او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.»
ده د پاکستان په خاوره کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو د مرکزونو په اړه څه ونه ویل.
مخکې پاکستاني چارواکو په زغرده ویلي چې د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې جنګ نه شي کولی.
دپاکستان ډيپلومات په جلال اباد کي خپله داي ايس اي په دستور او همکاري وژل سوي دي او دپاکستان او افغانستان داړيکو تر منځ دخرابوالي علت هم دا دپاکستان اي ايس اي دي