تاند(سې شنبه، د میزان ۲۳) پاکستان وايي، ګوادر بندر به ژر د افغانستان د سوداګرو د ترانسپورت، صادراتو او وارداتو لپاره بشپړ تیار شي.

د پاکستان د نېشن ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې هیواد د سنا جرګې د سمندري چارو فرعي کمېټې د ګوادر زون د چارواکو او د افغان ترانزیت د سوداګري چارو د مسوولانو د څرګندونو له اورېدو وروسته د دوشنبې په ورځ وویل چې دا بندر د افغانستان د ترانزیت لپاره چمتو دی.

د دې کمېټې مشر سناتور کاودا بابر وویل چې د افغانستان د ترانزیتي مالونو او نورو بارونو لپاره په ګوادر بندر کې ټول اقدامات شوي دي.

د ګوادر بندر په ازاد زون کې په ۲۰۰۳ ایکړ سیمه کې لا هم کار روان دی او په پام کې ده چې د روان ۲۰۱۹ م کال تر پایه بشپړ شي.

د پاکستان د سناجرګې په اړونده کمېټه کې وویل شول چې په دې ازاد زون کې د دفترونو او ګودامونو پر جوړولو کار کېږي.

پاکستان وروسته له دې چې افغانستان د ایران د چاه بهار بندر او د منځنۍ اسیا لارې ځان ته پرانیستې، هڅه کوي چې افغانستان د دغه هیواد له بندرونو څخه د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره کار واخلي.

په تېرو دوو کلونو کې چې افغانستان متبادلې لارې موندلي، پاکستان خپل بندرونه د افغانستان پر محصولاتو د پخوا په شان بند کړي نه دي.

سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه او د یو بل له لارو د تجارتي مالونو لپاره ترانزیتي استفاده د دواړو هیوادونو په ګټه ده، خو پاکستان تل له افغانستان سر ه د یوه دښمن هیواد په توګه چلند کړی دی.

2 thoughts on “پاکستان وايي، ګوادر بندر د افغان سوداګرو د وارداتو او صادراتو لپاره چمتو دی”
  1. افغانان به بد وکړي چي ګوادر ته ورشي
    خو افسوس چی زمونږ شته من خو تر غریبانو زیات خوار دی او د پیښور روزلو مجاهدینو په شان دنیا پرسته ډیر دی
    کور دی د هغه وران شي چې دی لاری ته زړه ښه کوي خصوصا د تجارت مشران

  2. هم یې زړه کیږي هم یې ساړه کیږي.
    د پاکستان دولت په سیاسی او اقتصادي اړیکو کې له افغانستان سره تل د ماشومانو په شان لوبې کړي دی .
    پاکستان په وچه پورې محاط هېوادونو د حقوقو پر خلاف د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي غونډو او اختصاصي فیصلو نه تل سرغړونه کړې او له افغانستان سره د دوه اړخیزو ترانزیت موافقتنامو نه عملي کولو او د افغان سوداګرو د متضرر کولو لپاره ډېر سخت شرایط وضع کړي دي.
    د ګوادر بندر نه صرف د معتبرو او نویو موافقتنامو تر لاسلیک کولو او د پاکستان له خوا د عملي کېدو په صورت کې افغان لوری باید ګټه واخلي . که مقابل لوری زمونږ حقوقو ته غاړه نه ږدي ، ښه به داوي چې دا نوی بندر پنجابیانو ته مبارک باد ووایی چې دوی خپله ګټه ترې واخلي .
    افغانستان ته د چابهار بندر او د لاجوردو لارې تر ګوادر ډېرې مطمئنې او ډاډمنې برېښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *