تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه وايي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کوي.
د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې، باجوه دا خبره د شنبې په ورځ په کراچۍ کې په یو لړ پوځي مراسمو کې وکړه.
د پاکستان لوی درستیز، چې ویل کېږي د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبولی شي، دا خبره وروسته له دې وکړه چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، هیواد یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د اعلان هرکلی کوي او باور لري چې دا کار به د سولې احتمال زیات کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون /شنبه/ په ملتان کې خبریالانو ته همداراز وویل چې د سولې د خبرو لپاره پاکستان یو شمېر افغان طالب بندیان خوشي کړب.
ده ونه ویل چې کوم طالب بندیان یې خوشي کړي دي.