تاند- امریکا ږغ (انګلیسي) وايي چې پاکستان او افغانستان د لومړي ځل لپاره د ښې امنیتي همږغۍ لپاره د یو بل په پوځي مرکزونو کې پوځي استازي ځای پر ځای کړي دي.

راپور وايي چې اسلام اباد د هراړوخیزو خبرو د پیلولو لپاره د کابل د رسمي ځواب په تمه دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمد فیصل د پنجشنبې په ورځ په خبري غونډه کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د دغه نادر پرمختګ په اړه څرګندونې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د (APAPS) یا د پیوستون لپاره د افغانستان پاکستان د عمل پلان په نوم وړاندیز افشا کړ او ویې ویل چې دا وړاندیز د نوومبر په ۲۵ مه له افغان چارواکو سره شریک شوی دی.

په دې سند کې د دوو هیوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، پوځي، استخباراتي او د کډوالو د مسلو په برخو کې د کاري ډلو له لوري د رغنده او معنا دارو خبرو د پیلولو لپاره د هراړخیز پلان وړاندیز شوی دی.

فیصل وویل چې پاکستان په دې برخه کې د افغانستان د حکومت رسمي ځواب ته منتظر دی.

د ده په وینا دا وړاندیز د اکتوبر په لومړیو کې کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د سفر په لړ کې د افغانستاان ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې شو.

د افغانستان حکومت تراوسه پورې د پاکستان د دې طرحې په باب په ښکاره څه نه دي ویلي.

د افغانستان حکومت په ځلونو پر پاکستان باور کړی خو پاکستان پر خپلو ژمنو نه دی درېدلی نو ځکه اوس د پاکستان پر ژمنو زیات باور نه کوي او د پاکستان عملي اقداماتو ته انتظار باسي.

One thought on “پاکستان وايي، له افغانستان سره په اړیکو کې یې بې ساری پرمختګ کړی”
  1. اوس هم دروغ وايي. په پاکستان باور کول پکار نه دی تر سو يې چې يو بين المللی ضمانت نه وی ورکړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *