تاند- پاکستان نن د افغانستان د دفاع وزیر هغه ادعا رد کړه چې پر اساس یې ویل شوي و، پاکستاني پوځیان په ملکي جامه کې د افغانستان په کونړ کې جنګېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې په یوه اعلامیه کې وویل:«دا ډېره نهیلوونکې ده چې د جګپوړو افغان چارواکو له لوري تور پوري کېږي چې پاکستاني پوځیان د ملکیانو په جامه کې د افغانستان په کونړ ولایت کې جنګېږي.»
ویاندې همداراز وویل چې دوی دا ډول ادعاوې په کلکه ردوي.
د افغانستان دفاع وزارت پرون د هیواد د ملي امنیت د شورا په غونډه کې، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه، وویل؛ کره معلومات یې ترلاسه کړي چې پاکستاني پوځیان د افغانستان خاورې ته راننوتي او په ملکي جامه کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
دفاع وزیر بسم الله محمدي وویل چې پاکستاني پوځیان په جګړه کې له پرمختللیو وسلو کار اخلي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، حقیقت دا دی چې د پاکستان پر پوځیانو بیا بیا د هغو «ترهګرو» له لوري بریدونه کېږي چې د افغانستان په خاوره کې پناهځایونه لري.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي:«زموږ پوځیانو یوازې د ځان د دفاع لپاره اقدام کړی او له نهايي زغم او مسوولیت منلو څخه یې کار اخیستی دی.»
پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په عکس العمل کې وویل چې افغانستان د پاکستان د لاسوهنو په وړاندې نور بې تفاوته نه شي پاتې کېدای او ورته اقدام ته تیاري نیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې نن ویلي:«موږ د افغانستان له حکومته غواړو چې له هر هغه اقدامه ډډه وکړي چې ممکن په پوله کې سوله او ثبات زیانمن کړي.»
پاکستان ادعا کوي چې د طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله د افغانستان په خاوره کې دی.
د دنیا تر ټول ستر تروریست هیواد پاکستان او اسراییل دي که دا دوه هیوادونه د نړۍ له نقشي څخه له مینځه ولاړ شي نو په ټوله نړس کې به امن او امان وي او څوک به بیا د تروریست نوم په خوله وانه اخلي.
نور