تاند- پاکستان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره پر یوې داسي هر اړخیزې طرحې کار کوي چې پر اساس یې د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښه کېږي، بې باوري ختمېږي او پر رغنده تماسونو او اقتصادي همکاریو تمرکز لري.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د نوازشریف د بهرنیو اړیکو مشاور سرتاج عزیز، د کابل له یو ورځني سفره وروسته په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې هیچا ته به اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل پر ضد وکارول شي.

عزیز زیاته کړه:«ما افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې موافقه وکړه چې پاکستان به نه پرېږدي چې خاوره یې استعمال شي او افغانستان به هم اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې د پاکستان پر ضد کار واخیستل شي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه تېره شوې چې ۲۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې په وینا وسله وال ترې افغانستان ته اوړي او بېرته د پاکستان لور ته اوړي.

پاکستان په تېرو څه باندې ۳ لسیزو کې په افغانستان کې د جنګېدونکو عناصرو پناهځای او د تمویل او تجهیز مرکز دی.

سرتاج عزیز، چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره خبرې وکړې، په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د یو بل د خاورې د نه کارېدو لپاره دواړو خواوو پر دې هم سلا وکړه چې د پولو د ښه څارنې او تنظم لپاره دې یو میکانیزم جوړ شي.

ده دا هم وویل چې د بایو متریک سیستم، د نویو لارو او اسنادو په اړه هم خبرې وشوې.

«په سیمه ییزه کچه به یو داسي میکانیزم جوړ شي چې که کومه مسله وه نو د سیمې قومندانان به له یو بل سره خبرې کولی شي، بیا به لوړ قومندانان، ورپسې استخباراتي ادارې او بالاخره د بهرنۍ پالیسۍ په کچه به په سیاسي ډول خبرې کېږي.»

سرتاج عزیز وروسته د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزې خبرې په نوم کنفرانس کې وینا وکړه. ده له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، افغانستان د انتقال په پړاو کې دی خو په دغه هیواد کې به نولس سوه نوي یمه لسیزه اکار نه شي.(عکس په همدې غونډه کې اخیستل شوی)

2 thoughts on “پاکستان وايي له افغانستان سره پر یوې هراړخیزې طرحې کار کوي”
  1. نور نباید چه د پاکستان په خبرو باور وکړو. پاکستان سره خبری اصلآ په کار ندی

  2. د پاکستان په هیڅ خبره اعتماد نشي کیدی، پاکستان تل وعدې او لفظونه کارولي، ان ګڼ شمیر هوکړه لیکونه لکه د سوداګری او نور یې هم امضا کړي خو یوه ته یې هم د عمل په ډګر کې ځای نه دی ورکړی، دوی په مونږ ملنډې وهي، زمونږ د مشرانو وخت ضایع کوي او نړیوالو ته ځان د سولې یو مرسته کوونکی فکتور په ګوته کوي په داسې حال کې چې بیا هر څه برعکس ترسره کوي، زما په نظر خو باید ولسمشر غني د دوی بلنه رد کړې وی او لومړی له دوی څخه د عملي ګامونو غوښتنه کړې وی، زمونږ او پاکستان مسله په یوه طرحه نه سره خلاصیږي ځکه پاکستان لا هم د ۱۹۹۰ کالونو خوبونه ویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *