تاند- پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې هند د پاکستان په خاوره او سرحدي سیمو کې د جاسوسۍ لپاره نانځکې او راز راز لوبتکې شیندلي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د لوبو په دغو سامانونو کې له لېري کنټرولېدونکي سیستمونه ځای پر ځای شوي دي.
جنګ ورځپاڼې د پنجشنبې د ورځې په ګڼه کې ادعا وکړه چې هند د جاسوسۍ لپاره د لوبو د وسایلو په ذریعه معلومات ټولوي.
ورځپاڼه د پاکستان د پوځي چارواکو په قول وايي چې په دغو لوبتکو کې، چې د پنجاب ایالت په سرحدي سیمو کې وېشل شوي دي، د عکس او فلم اخیستلو کامرې هم شته چې له لېري کنټرولېږي او لیدل کېږي.
پاکستاني چارواکو، چې نومونه یې نه دي څرګند کړای شوي، دا هم ویلي، کله چې د لوبو دا وسیلې وپېژندل شي او یو څوک پکې ګوتې ووهي، هندیان یې له لېري سمدستي غیرفعاله کړي.