تاند- پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په خیبر پښتونخوا کې یې ۱۲۰ تنه غیرقانوني افغانان، چې د هغو په منځ کې سختدریځي هم شامل دي، نیولي دي.
دي نیوز ورځپاڼې نن /یکشنبه/ راپور ورکړ چې پولیسو دا کسان د خیبر پښتونخوا ایالت په درو سیمو کې نیولي دي.
د پولیسو په وینا پېښور ښار ته څېرمه په ماشوګګر سیمه کې له عملیاتو وروسته له مشکوکو ترهګرو سره یو لاسي بم او دوې تمانچې هم ونیول شوې.
پولیس وايي چې د ګولا خان خوړ په سیمه کې د پولیسو او وسله والو کسانو ترمنځ ډزې تبادله شوې چې په پای کې یې امنیتي ځواکونو د یاغیستان، اسرار او صالح محمد په نومونو مشکوک سختدریځي ونیول.
پولیس وايي چې له یوې مودې راهیسي په دغو کسانو پسې ول.
په همدې حال کې دي نیوز ورځپاڼه وايي، اټکل کېږي چې امنیتي ځواکونه د پېښور ښار او خیبر ایجنسۍ ترمنځ په کلیو کې د پلټنې عملیات پیل کړي. او ګومان کېږي چې نن به په یو شمېر سیمو کې د خلکو پر ګرځېدو بندیز ولګول شي.
ورځپاڼه د پاکستان د امنیتي سرچینو په قول وايي چې په اکاخېل، شلوبر، شکین، اچیني او نورو کلیو کې به عملیات وشي.
دوی وايي چې په چارسېدې کې پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې د ۲۳ غیرقانوني افغانانو په ګډون ۷۷ تنه مشکوک کسان له یو شمېر وسلو سره ونیول.
همداراز پولیس په کلابټ کې د ۱۱ افغانانو په شمول د ۲۹ مشکوکو ترهګرو د نیولو ادعا کوي.
پاکستان په وروستیو ورځو کې په خپله خاوره کې پر افغان کډوالو په دې نوم چې قانوني اسناد نه لري او یا مشکوک سختدریځي دي، فشار زیات کړي.
په خیبر پښتونخوا کې ځیني افغانان وايي چې د پاکستان حکومت غواړي په دې طریقه له یوې خوا پر افغانستان فشار راوړي او له بلې خوا د افغانستان حکومت او امریکا ته وښيي چې د تروریزم په اړه یې دریځ په رښتیا بدل شوی دی.
دباكستان ددولت خخه بايد دافغانستان حكومت هيله وكري جه د١٢٠ نفرو دجملي خخه جه دوي واءي سخت دريخي هم بكي شته سخت دريخي تفريق إسنا او وشواهدو به درلودلو سره دافغان حكومت ته تسليم او مطاباقي بايد هر خه عاجل خوشي او دمهاجرو إسناد وركرل شي .او به افغانانو خبل محبسونه دك نه كري .