فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

د رواني اونۍ د سه شنبې د شپې يوه بجه وه چي ناڅاپه د شيخ عبدالرؤف په مدرسه د پاکستاني حکومت له لوري چاپه ووهل سوه او شيخ عبدالرؤف، د مدرسې استاذان،طالبان حتی اشپزان يې ونيول او يوه نامعلوم ځای ته يې نقل کړل.

د نيول سوو کسانو شمېر شاوخوا (۹۰) نوي کسان يادېږي . پاته دي نه وي چي د شيخ  عبدالرؤف مدرسه د کوټي په بای پاس روډ ليبر کالوني کي ده.

شيخ عبدالرؤف هغه ديني عالم دی چي د طالبانو د عالمانو د شوری غړی وو او د اخترمحمد منصور د امارت په  اړه يې داسي فتوی صادره کړه چي نوموړی شرعي امير نه دی او نه يې هم اطاعت لازم دی.

نوموړي همداراز د طالبانو خپلمنځي جگړې غندلې وې. همداراز نوموړي ويلي وو چي دی  د يوې ډلي سره هم ملگری نه دی.

خو د ده اوس نېول کېدل داسي څرگندوي چي پاکستان غواړي چي د طالبانو ترمنځ جگړې دوام وکړي او له دې لاري خپلو موخو ته ځان ورسوي .

موخي يې دوه ډوله امکان لري :

۱ – پاکستان غواړي د اخترمنصور امارت قوي شي او مخالفه ډله يې د جگړې له لاري له منځه لاړه شي .
که څوک د جگړو مخالفت کوي، هغه به نيول کېږي او تهديدېږي.

۲ – پاکستان غواړي چي طالبان پخپل منځ کي د جنگولو په نتيجه کي کمزوري شي او  په  پايله کي نور دغه استخباراتي ډله له منځه لاړه سي.

ځکه د استخباراتو طريقه همداسي وي چي کله له چا کار واخلي او  نور يې ور ته اړتيا نه وي نو بيا يې په بدنامولو او ختمولو پرواه نه لري.

محمديوسف اسحاق زی

2 thoughts on “پاکستان ولي شيخ عبدالرؤف ونيوی؟”
  1. درته وایم چې په سوغۍ یې لرګی ورننباسي لا کمه ده. څوک چې تر اوسه په پاکستان کې اوسېږي حتما به یو نه یو ډول د پاکستان د ګټو او د افغانستان د تخریب له پاره کار کوي او رول به لوبوي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *