خوست د ډیورند په کرښه باندې پرتو ولایتونو کې تر ټولو امن ولایت بلل کیږي. خوستیان نه یوازې دا هوښیاري لري چې خپلې سیمې امن وساتي، بلکې د خپل ولایت د ابادولو او تعلیم ته د توجه کولو ځانګړنه یې هم د ډیرې ستاینې وړ ده. په اکثرو ولایتونو کې دا حکومت و چې پوهنتون یې پرانیست خو خوستیان پخپله په پوهنتون پسې ګرځېدل او امکانات یې ورته برابرول. لکه څنګه چې ولسشمر غني خوست ته د خپل وروستي سفر په وخت وویل چې خوست ته حکومت نه بلکې خلکو کار کړی دی او خوستیانو په حلالو پیسو او د لاس د تڼاکو په بدل کې خپل ولایت ته کار کړی دی. له بلې خوا د خوستیانو مدني فعالیت او د افغانستان په سیاسي ژوند کې برخه هم د ډیرې توجه وړ ده. خوستیانو په تیرو کلونو کې په انتخاباتو کې په پراخه پیمانه برخه اخیستې ده او د سیاست په ډګر کې یې له ملي او وطني خدمته غاړه نه ده غړولې.

 دا ټول هغه امتیازونه دي چې په پاکستان یې اور بل کړی دی او اوس چې یې په ګوډاګیانو ونه شوه نو د خپل رسمي پوځ په مټ یې په خوست باندې حمله وکړه.

 متاسفانه د طالبانو د پرله پسې جنګونو یوه نتیجه دا ده چې په تیرو اوولس کلونو کې د ډیورند د غاړې مختلفې سیمې پاکستاني عسکرو لاندې کړې او د پاکستان د خاورې برخه یې ګرځولې دي. د خوست په سرحدي سیمو باندې د پاکستاني عسکرو د برید یو مقصد هم دا کیدای شي چې دلته نورې خاورې لاندې کړي.

  البته، په خوست باندې د پاکستان د وروستي برید دوې نورې انګیزې هم شته: له یوې خوا پښتون غورځنګ پاکستان وارخطا کړی دی او غواړي اوضاع متشنجه کړي. د پاکستان مطبوعاتو د یکشنبې په ورځ ولیکل چې له پاکستاني پوځ سره د ډیورند د بلې غاړې بنګښ او نور قبایل هم ملګري شوې دي. پاکستان چې د لوی او منظم پوځ د لرلو ادعا کوي، د بنګښو او نورو قبایلو مرستې ته څه اړتیا لري؟ د دې ادعا مقصد طبعا نظامي نه بلکې سیاسي دی او پاکستاني پوځ غواړي چې د ډیورند دواړو غاړو ته راپیدا شوې واحده جذبه سړه کړي.

 له بلې خوا د افغانستان د حکومت د فعالې دیپلماسي په برکت اوس پاکستان په یوه کونج کې ایسار دی او داسې مرحلې ته رسیدلی دی چې یا به له افغانستان سره همکاري کوي او یا به له نویو او لا جدي تورونو سره مخامخ کیږي. پاکستان د دې لپاره چې د تروریزم په جګړه کې له همکاري غاړه وغړوي، سرحدي ناکراري یې پیل کړې ده چې دنیاوالو ته داسې وښیي چې د تروریزم په جنګ کې له افغانستان سره ځکه همکاري نه شي کولای چې له افغانستان سره یې په سرحدي سیمو کې مشکلات پیدا شوې دي. په کونړ باندې د پاکستان د توغندویي بریدونو یو مقصد هم دا دی چې له تروریزم سره په جګړه کې خپلې نه همکاري ته یو بل دلیل پیدا کړي.

 پاکستان په سرحدي نښتو کې د خپلو عسکرو په وژل کېدو ډیر لږ اعتراف کړی دی خو دا ځل یې سمدستي د خپلو څو کسه عسکرو د مرګ ژوبلې خبر خپور کړ. د دې خبر د خپریدو مقصد هم دا دی چې ځان یو ډول مظلوم او عکس العمل ته مجبور شوی وښیي.

  زموږ د افغانانو دعا او ارزو باید دا وي چې په افغانستان کې او د افغانستان په ګاوڼډ کې هیچرته دې ناکراري نه پیدا کیږي خو د پاکستان د وروستیو څو اونیو له تحرکاتو داسې ښکاري چې دغه هیواد افغانستان ته د تاوان رسولو لپاره نور پروګرامونه هم لري.

 څو ورځې پخوا چې په اسلام اباد کې د افغانستان د ولسي جرګې یوه وکیل په هندوستان باندې تورونه ولګول چې د افغانستان خاوره د پاکستان په خلاف استعمالوي، دا تورونه یوازې د پاکستان د خوشحالولو او د خوشامندو لپاره نه وو، بلکې مقصد دا و چې په افغانستان باندې د فشار اچولو لپاره پاکستان ته پلمې او بهانې جوړې شي.

  د پاکستان د توطیو او دسیسو یو بل مثال په دغه هیواد کې د دشت ارچي په پیښه باندې توند غبرګون و. هغه پاکستان چې د لکونو افغانانو په قتل کې شریک دی او په سلګونو او زرګونو انتحاریان د افغانانو د وژلو لپاره په پاکستان کې تربیه شوي دي، څنګه دومره خواخوږی شوچې د امو سین په غاړه یو شمکن برید باندې یې خوا بده شوه او اور یې واخیست؟ هغه پاکستان چې عسکرو یې په رڼا ورځ په اسلام اباد کې په مدرسه باندې برید وکړ او خپل په سلګونو طالبان او طالبانې یې ووژلې او ژوبلې کړې، څنګه دومره رحم دله شو چې په دشت ارچي کې د یوې مدرسې په احتمالي مرګ ژوبله باندې یې اوښکې وبهېدلې؟ تاسې به خامخا په فیسبوکونو کې د میرانشاه او نورو قبایلي سیمو بازارونو لیدلي وي چې پاکستاني پوځ هاغسې خراب کړي دي لکه څوویشت کاله پخوا چې د پاکستان په اشاره د کابل کورونه او بازارونه خراب شول. دغه پاکستان چې دومره بې رحمه دی، د دشت ارچي په مدرسه باندې یې ولې د رحم دیګ په جوش راغلی دی؟

 دا ټولې هغه نخښې دي چې پاکستان د افغانستان لپاره بد خوبونه ویني خو که افغانان د پاکستان د توطیو په مقابل کې حساس واوسي او د دښمن د چلونو ماهیت وپیژني، نو په لنډ وخت یا لږ څه وروسته به پاکستان پخپله په خپلو کړنو کې تجدید نظر ته مجبور شي. هغه عسکر چې په خوست کې یا کونړ او نورو سرحدونو کې له پاکستاني وحشت سره په میړانه مقابله کوي، زموږ د عام ولس، قلموالو او سیاستوالو ملاتړ، پیوستون، په ملي مسایلو کې وحدت نظر او اتفاق ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *