تاند- راپورونه وايي چې پاکستان په راتلونکو ورځو کې حقاني شبکه منع کوي
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن /پنجشنبه/ د دغه هیواد د چارواکو په قول ویلي چې پاکستان حاضر شوی دی چې پر حقاني شبکې او جماعت الدعوه ډلې بندیز ولګوي.
ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو، چې نومونه یې نه دي اخیستي، له قوله ویلي چې دا کار د پاکستان د بدلېدونکې پالیسۍ یوه برخه ده.
د حقاني شبکه د امریکا له لوري په ۲۰۱۲ میلادي کال د ترهګرو په لیست کې شامله شوه.
د پاکستان یوه جګپوړي استخباراتي چارواکي ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل:«دا زموږ د عمل د ملي پلان د اجرا لور ته لومړنی ګام دی. ولس به د سرزورو ډلو د ځپل کېدو او له منځه تګ لور ته نور مثبت ګامونه وویني. هم پوځي او هم ملکي مشرانو پرېکړه کړې چې د حقاني شبکه او جماعت الدوه ممنوع کړي.»
دغه چارواکي دا هم وویل چې په راتلونکو ورځو کې به پاکستان ممکن د هغو ډلو، چې بندیز پرې لګوي، شمېر ۲۷ ته زیات کړي.
امریکايي چارواکي د حقاني شبکه تر ټولو خطرناکه بولي او وايي چې په افغانستان کې تر ټولو پېچلې او خطرناکې حملې دې شبکې کړي دي.
پاکستاني چارواکي وايي چې په شمالي وزیرستان کې د دوی د پوځ په عملیاتو کې د حقاني شبکه هم اغېزمنه شوې ده.
په همدې حال کې نن /پنجشنبه/ د شمالي وزیرستان په شوال کې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې لږترلږه ۵ سختدریځي ووژل شول.
كه جيري دباكستان دولت به خبلو خبرو او وعدو ولار أوسي جه ترهكر واو حقاني شبكي او افغاني طالبانوته به اجازه ورنه كرو جه زمونز دخاوري نه به به افغانستان حملي وكري.
دا ،دا معني لري جه افغانستان كي به جنك قطع كيزي.دا ولي جه د مخالفينوتولي سوري دخط أخواته. دي او هلته مجهز كيزي او زمونز خاوري ته راليزل كيزي.
—طالبان أكثريت به كويته كي دي بايد خلع سلاح او دخاوري خخه وايستل شي اومشرانءي كرفتار او افغانستان دولت ته تسليم شي.
—ررهمداسي دحقاني شبكه به وزيرستان كي مشته ده مشر أن ي كرفتار او توله شبكه خلع سلاح او مطباقي برسونل ءي دسرخد خخه راتير كري بيا افغانان ورسره تصفيه حساب كولي شي.
كه جيري داسي عملي كامونه واخستل شي مونز به بوه شو جه باكستان به خبلو خبرو او وعدو ولار يو دولت دي..بي غيره دي دمنلو ور خبري نه دي .