تاند- پاکستان له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د بلوچستان ایالت او د افغانستان د کندهار او هلمند ولایتونو ترمنځ په سلګونو کیلوتره کنده کیندلې ده.

پاکستان د دې کار هدف د ترهګرو، قاچاقبرو او نورو کسانو، چې پر پوله غیرقانوني تګ راتګ کوي، مخنیوی بللی دی.

د جنوبي پښتونخوا سیاستوالو د پاکستان دا اقدام غندلی او هغه یې د پښتنو د بېلولو لپاره د پنجاب دسیسه بللې ده.

د پاکستان سرحدي ځواکونو له خپل مرکزي دفتره په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی پلان لري چې له افغانستان سره پر پوله شاوخوا ۴۸۰ کیلومتره اوږده کنده وکیني.

دوی ویلي چې دا کنده، چې کار یې پیل شوی او تر اوسه درې سوه کیلومتره کیندل شوې ده، نژدې دوه نیم متره ژوره او درې متره پلنوالی لري.

د پاکستان د سرحدي ځواکونو په خبرپاڼه کې، چې په کوټه کې د دغه ځواک مرکز خپره کړې ده، ویل شوي چې پر سل کیلومتره نورې کندې به ژر کار پیل شي.

د پښتونخوا عوامي ګوند ځینو مشرانو د پاکستان دا اقدام غندلی او هغه یې د پښتنو د بېلتون لپاره د پنجاب دسیسه بللې ده.

تر دې پخوا د افغانستان حکومت د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د کندې له کیندلو یا د ازغن سیم له نصبولو سره مخالفت کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *