تاند، پنجشنبه، د اسد ۲۴مه: پاکستانۍ ورځپاڼې خبر ورکوي چې دغه هېواد په افغانستان کې د خپلو سیمنټو بازار له لاسه ورکړی او اوس یې ځای ایران ته ورپاتې کېدونکی دی.
پاکستانۍ ملت ورځپاڼه وايي، پاکستان کې د بیو د لوړوالي له کبله افغانستان کې د دغه هېواد تر ټولو پراخ او لوی د سیمنټو بازار له شدیدې ماتې سره مخ شوی دی.
ورځپاڼه وايي، افغانستان د پاکستاني سیمنټو لوی واردوونکی و، مګر اوس دا ځای ایران ورو – ورو نیسي.
د پاکستان حکومت تېره میاشت په بریښنا او تېلو لوړ ټیکسونه او بیې لګولې وې چې له کبله یې د دغه هېواد صنعت سخته ضربه لیدلې ده، دې کار نه یوازې پخپله د پاکستان صنعت خراب کړی بلکې زرګونه کارګران یې هم زیانمن کړي او د پاکستان په صادراتو یې مستقیم منفي اغېز کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان اوسمهال افغانستان کې د غوړیو، اوړو، بورې، خوراکي توکو او نورو ډېرو صادراتو بازار له لاسه ورکړی دی.
افغان حکومت وايي، پاکستان ځینې مهال پر افغانستان د فشار له کبله لارې بندولې، بیې یې لوړولې چې له کبله یې دوی مجبورا نورې لارې پيدا کړې او اوس که پاکستان دروازې نه تړي، افغانستان به یې ور وتړي.
افغانستان پخوا له پاکستان سره له یو نیم ملیارد ډالرو زیاته کلنۍ سوداګري لرله چې اوس دا کچه پنځه سوه میلیونه څخه هم راکمه شوې ده.