خواجه اصف

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر حضور اعتراف وکړ.

تر دې پخوا د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو هم منلې وه چې د طالبانو مشران د پاکستان په خاوره کې اوسي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وروسته له دې چې امریکا پر پاکستان د طالبانو د پناهځایونو په خاطر فشارونه زیات کړل، وویل«په پاکستان کې د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفانو د حضور ادعا نه ردوم خو دا ډلې ممکن د پاکستان په خاوره کې په نامنظم ډول حضور ولري.»

خواجه اصف له جیو نیوز چاینل سره په مرکه کې د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې د حضور په اړه د امریکايي او افغان چارواکو څرګندونو ته په اشارې وویل«دا ادعا کاملاً نه ردوم. موږ یوازې دا خبره کوو چې دوی زموږ په خاوره کې په تنظیم شوي ډول نه اوسي.»

خواجه اصف په عین حال کې ادعا وکړه چې په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، باجوړ ایجنسیو او خیبر پښتونخوا ایالت کې د حقاني شبکې پناهځایونه له منځه وړل شوي دي. خو له دې سره سره ممکن دوی لا هم وي.

تر دې پخوا د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ویلي و چې د افغان طالبانو مشران د پاکستان په خاوره کې اوسي خو پاکستان ضرورت نه لري چې د افغانستان جنګ په خپله خاوره کې وکړي.

تېره اوونۍ د امریکا له لوري پر پاکستان د مرستو له بندېدا وروسته د پاکستان اوسني دفاع وزیر ورته خبره تکرار کړه.

په ۲۰۱۶ م کال د افغانستان، امریکا، چین او پاکستان په څلور اړخیزو خبرو کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار ویلي و چې افغان طالبان به د افغانستان له حکومت سره خبرو ته حاضر کړي، پاکستان دا کار کولی شي او که طالبان خبرو ته نه حاضرېدل، پاکستان به لږترلږه د طالبانو مشران او د هغوی کورنۍ له خپلې خاورې وباسي.

خو وروسته یې وویل چې د افغانستان جنګ په خپله خاوره کې نه شي پیلولی.

5 thoughts on “پاکستان په خپله خاوره کې د افغان طالبانو حضور تایید کړ”
  1. زمونږ تش په نامه جهادی مشران مګر په واقعیت کی د پاکستان غلامان خاص کر پرونی د پیر د زوی چی وایی د طالبانو مشران افغانستان کی دی د شرم خبره ده

  2. مګر د کابل بغدادي پير یې نه مني، وایي ټول افغانستان کې دي، پیران خو دروغ نه وایي ههههههههه

  3. ناند والو ته مى سلامونه او ډير احترامات
    فقت مى غوښتل چه تاسو نه مننه وکړم هغه ځکه چه نن مى په زړه کښۍراغلل چه د بى بى سى په يوه خبر خپل نظر ورکړم خو متوجى شوم جه زمونږ د اذادى او دموکراسى ټکداران بى بى سىاو حتا د اذادى دعواهداران د اذادى راډيو د هم دهغه زمونږ غريبدپرور او ريختونئ اذادى خواه تاند ته نشۍرسيدلى چرته چه هر ځوک کولى شۍ چه خپل د زړه بړاس وباسى نو قربان د خپل تاند نه چه دا موقعه يى برابره کړى کور مو ودان

  4. راشی هغه واقیعت ومنو جه زموز په ماحول کی دی بهرنیان کورنیان او افغانان وای چه ۵۰٪ سلنه خاوره دطالبانو په لاس کی دی دا خاوره جنیات ساتی او که طالبان که طالبان وی نو دپیرخبره سمه دی او که دروغ وی نو ستاسی خبره سمه دی خو سمه داده چه طابلن په افغانستان کی قوی حضور لری سوک چه سترګی پتوی زان او هیواد وال غلطوی

  5. :د اختر محمد ورور د نظر په هکله
    که دا خبره رشتیا وی چه ګواکی پنځوس سلنه خاوره د طالب جان په لاس کی ده نو امریکائیان او غربی نړۍ باید افغانانو ته دا ځواب ووائی چه د دې دومره نظامی قدرت او تکنونولوژی سره سره څنګه امکان لری چه طالب او د طالب نقلیه وسائط دوری هوری په ګرځېدو بېغمه بوخت وی، حتماً کومه پټه معامله یا سازش وجود لری او نه غوښتل کیږی چه طالب وټکول شی او داچه طالب نه ټکول کیږی معنی ئې داده چه زموږ خلک په طالب ټکوی څو له یوې خوا د تعلیم او سواد څخه بې برخی پاتی شو او له بلی خوا دا یو څه زارِمار چه تر مځکی لاندی ئې لرو یعنی معدنیات یو څو لسیزی نور هم د راتلونکی غنیمت په توګه د غربیانو په قبضه کی وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *