تاند- پاکستان وايي، په دغه هیواد کې د قانوني افغان مهاجرو دقیق شمېر ۱۸ لکه دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې یو ملیون او ۸ سوه زره قانوني افغان کډوالو کې ۹ لکه ۴۵ زره او ۱۳۱ تنه په کمپونو کې اوسي.
۹ لکه ۴۱ زره او ۸۵۴ تنه نور په ښارونو یا کلیو کې اوسي چې اکثره کاروبار لري.
تر ټولو ډېر افغان کډوال په خیبر پښتونخوا کې دېره دي. په دې صوبه کې ۷ لکه ۹۷ زره او ۸۳۸ تنه اوسي.
د خیبر پښتونخوا په کمپونو کې د مېشتو قانوني افغان کډوالو شمېر ۴ لکه ۱۶ زره دی.
ورپسې ډېرو افغان کډوالو په بلوچستان کې اړولي چې شمېر یې ۳ لکه ۱۶ زره او ۱۰۱ تنه حساب شوی او ۲ لکه ۶۷ زره او ۶۱۶ یې په کمپونو کې دېره دي.
په دې شمېر کډوالو کې غیرقانوني یا ناراجستر شوي افغان کډوال شامل نه دي.
ویل کېږي چې په لکونو داسې افغانان هم په پاکستان کې اوسي چې د دغه هیواد قانوني اسناد یې ترلاسه کړي او څوک یې نه شي پېژندلی.
په وروستیو کې د پاکستان صدراعظم وړاندیز وکړ چې هغو افغان او بنګالي کډوالو ته دې د پاکستان تابعیت ورکړل شي چې په دغه هیواد کې زېږېدلي دي خو د عمران خان وړاندیز په تېره بیا د افغانانو په برخه کې له ډېر مخالفت سره مخامخ شو.