تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره له افغانستان سره د مثبتو تماسونو غوښتونکی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اعزاز احمد چودري په اوونیزه خبري غونډه کې وویل، هیواد یې په مختلفو وختونو کې د افغانستان د تورونو په وړاندې له زغمه کار اخیستی دی.
«موږ به په راتلونکې کې هم دې ته دوام ورکړو ځکه چې موږ د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل په لټه کې یو.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هیله څرګنده کړه چې دواړه هیوادونه به پر یوې اجنډا کار وکړي چې د ټولې سیمې په ګټه ده.
اعزاز احمد چودري کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز د سفر په اړه وویل، دا د دوو هیوادونو ترمنځ په لوړه کچه لومړنۍ خبرې وې.
ده د افغانستان ولسمشر ته د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د بلنې یادونه وکړه، خو ویې ویل چې تراوسه پوري اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د سفر نېټه نه ده ټاکل شوې مګر په دې موضوع کار روان دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې دواړه هیوادونه پر له پسې په دې کار کوي چې پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر سفر ممکن شي.
ولسمشر کرزي ته د نوازشریف بلنلیک کابل ته د سرتاج عزیز د وروستي سفر په لړ کې وسپارل شو.
افغان چارواکي وايي چې کرزي په یو لړ شرطونو موافقه کړې چې پاکستان ته لاړ شي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان له شرطونو خبر نه دی.
اعزاز احمد چودري وویل چې پاکستان له خپلو ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د پاکستان اراده د صدراعظم نوازشریف او ولسمشر زرداري په څرګندونو کې له ورایه ده.
د زیږې اوبوګنوونکې څېرې، چودري په خبرو کې دا جمله « هیواد يی ( پاکستان ) په مختلفو وختونو کې د افغانستان د تورونو په وړاندې له زغمه کار اخیستی دی.» یوه دوه مخې او منافقانه خبره ده.دا افغانستان او افغانان دي چې له دیرش کلونو زیات د پاکستان، تیري، لاسوهنې او نادودي زغمي! خلک خو نورې شننې او څیړنې کوي، خو زه وایم چې پاکستان دا ټولې نخرې د انګلیس او امریکا په ملاتړ کوي.که پاکستان سره نن، د انګلیس او امریکا ملاتړ نه وي، د اتومي ځواک سره سره يي هندوستان خام خوري، بل هیچا ته اړتیا نه پیدا کیږي.
بس څه به ووایو دلته زمونږ مشران مشران نه دي کنی پاکستان څه معنی لری په لوی لاس مو پاکستان پاکستان کړ مونږ اوس دومره کمزوري شو چی پاکستان ته هم خداي پاک مجبوره کړو زمونږ پنځه زره کلن تاریخ او ددوی ۶۵ کلن تاریخ
ونه وایی که لاستی می د خپله کوره نه وایی زه به چا نه وهلم
الله پاک دی افغانانو ته د نیکی هدایت وکړی