تاند- د وزیرستان او باجوړ د قبایلي سیمو له بیا بیا غوښتنې سره سره د پاکستان پوځ په دې سیمو کې انترنیټ ته اجازه نه ورکوي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې پوځ د دې لپاره په قبایلي سیمو کې انترنیټ پرچاو کړی دی چې خلک د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو ویناوې او د انترنیټ له لارې د ازادي غوښتنې کمپاینونه ونه ویني.
د موبایل ټېلفون کمپنۍ وايي چې د پاکستان د مخابراتي ادارې او کورنیو چارو وزارت له رسمي اجازې پرته په یادو سیمو کې انترنیټي خدمات پیلولی نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره اوونۍ په باجوړ کې یوې غونډې ته ویلي و چې په دې سیمه کې به ۳ جي او ۴ جي انترنیټي خدمات پیل کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ تر پیلېدو مخکې په قبایلي سیمو، په تېره بیا شمالي وزیرستان او باجوړ کې د انترنیټ اسانتیا وه.