تاند- پاکستان د لاهور له انتحاري حملې وروسته په دغه ښار کې ۴۰ افغان کډوال نیولي او خپلو سرحدي ځواکونو ته یې امر کړی چې پر ډیورنډ کرښه امنیتي تدابیر ډېر کړي.
د پاکستان دنیا نیوز چاینل وویل چې پولیسو په لاهور ښار کې تېره شپه ۴۳ تنه نیولي دي.
د دنیا نیوز له راپور سره سم، پولیسو دا کسان د لاهور ښار د وروستۍ ځانوژونکې حملې په تړاو نیولي او د هغو په منځ کې ۴۰ تنه افغان کډوال دي.
پاکستاني پولیسو دا افغان کډوال په داسي وخت کې نیولي چې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د افغان کډوالو د ستونزو په اړه په دوه ورځیني کنفرانس کې د ګډون لپاره په پاکستان کې دی.
له بلې خوا د پاکستان دولتي راډیو نن وویل چې د لاهور د دوشنبې د ورځې له انتحاري حملې وروسته حکومت امنیتي او سرحدي ځواکونو ته امر کړی چې له افغانستان سره پر پوله څارنه او ګزمه زیاته کړي.
د لاهور په چاودنه کې لږترلږه ۱۳ تنه ووژل شول. د پنحاب په ښارونو کې چاودنې د پاکستان د اصلي واکمنانو لپاره خورا حساسیت پاروونکي دي.
خو د چارو یو شمېر کتونکي وايي، پاکستان له چاودنې وروسته د دې لپاره پر افغانانو فشار زیات کړ چې داسي وښيي چې ګنې د پاکستان په ناامنیو کې افغانان لاس لري او په دې توګه هغه زور زیاتي توجیه کړي چې د بشري حقونو د څار ډلې په خپل وروستي راپور کې ورته اشاره کړې ده.
ظالمان هم کري او هم یې رېبي. هم خلک وژني او هم مظلوم افغانان پدې بهانه ځوروي.
ملا نصرالدین خو ښه هوښیار دی تر څو د عیسی او موسی امت وغولوی!!ږ