د پاکستان د پوځ یو عسکر او طالب جنګیالی سره یو ځای لیدل کیږي

تاند- پاکستان په مشروط ډول په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د پناهځایونو له بندولو او له خاورې څخه یې افغانستان ته د افغان طالبانو د اوښتو له مخنیوي سره موافقه کړې ده.

پاکستاني چارواکو د دغه هیواد رسنیو ته ویلي چې د پاکستان مشرانو په اسلام اباد کې د امریکا له دفاع وزیر سره په وروستۍ کتنه کې ویلي چې که امریکا د افغانستان- پاکستان ترمنځ پر دیورند کرښه کټارې نصب کړي او همداراز ټول افغان کډوال افغانستان ته وروګرځوي، پاکستان به هیڅ افغان ته اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې د پاکستان له خاورې حملې وکړي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي، چې د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماتیس او پاکستاني چارواکو د خبرو له جزییاتو خبر و، وویل«د امریکا دا پالیسي چې په هره مسله کې پاکستان دخیل بولي، باید پای ته ورسېږي. موږ حاضر نه یوو چې نور په افغانستان کې د ناکامیو په خاطر ملامت وګڼل شو.»

ده په عین حال کې وویل چې پاکستاني چارواکو امریکا ته ویلي چې پر ډیورند کرښه کټارې ولګوي او افغان مهاجر وروغواړي څو په مقابل کې یې پاکستان د افغان طالبانو د اوښتو مخه ونیسي.

امریکا وايي چې په افغانستان کې جګړې د دې لپاره دوام کړی چې پاکستان په خپله خاوره کې افغان طالبانو ته پناهځایونه ورکړي دي.

واشنګټن په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د حقاني شبکې د ځپلو غوښتنه کوي.

د افغان او امریکايي چارواکو په وینا د حقاني شبکې او طالبانو مشران په پاکستان کې اوسي او له هماغه ځایه په خلاص لاس په افغانستان کې د حملو پلانونه جوړوي، جګړه تمویلوي او جګړه مار جلب و جذبوي.

د امریکا دفاع وزارت وايي دفاع وزیر جېمز ماتیس د تروریزم پر ضد د پاکستان قربانۍ تایید کړې او په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې پاکستان له امریکا او نورو سره په ګډو هڅو په افغانستان کې د سولې د امکاناتو په برابرولو کې حیاتي رول لوبولی شي.

د امریکا دفاع وزیر په دغو کتنو کې یو وار بیا په کلکه وویل چې پاکستان «باید» له هغو تروریستانو او سختدریځو سره د مبارزې لپاره خپلې هلې ځلې دوه برابره زیاتې کړي چې د پاکستان له خاورې عملیات کوي.

One thought on “پاکستان په مشروط ډول د طالبانو د پناهځایونو بندولو ته تیار شوی”
  1. پاکستان روغه خبره کړې، اعتراف یې هم کړی چې طالب غوجله پاکستان کې ده، شرط یې هم مالوم، رییل پولیټیک خو همدا دی، د لروبر یو دی داعیه اوس وخت کې هسې شینتوب دی. راځئ نوي حللارې وازمویو، که کابل کې واک وي بسم الله کئ، او که واک واشنګتن کې وي او موږ ته یې جنګ کسب ګرځولی وي او کاسب هم راته حبیب الله ښکاري نوبیا څو پیړۍ نور هم دا مقدس کسب مه پریږدئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *