پاکستان په کراچۍ کې د کورونا وېرې جومات کې پر لمانځه بندیز ولګاوه
تاند، جمعه، د حمل ۱۰ مه: د پاکستان په سند ایالت کې حکومت د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره په جوماتونو کې پر لمانځه محدودیتونه لګولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د مرکزي او ایالتي حکومتونو د احصایې له مخې، دا مهال په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱۷۹ ته رسېدلی او لږ تر لږه ۹ کسان یې وژلي دي.
په ټول پاکستان کې د کورونا ویروس د ۱۱۷۹ مثبتو پېښو له ډلې په خیبر پښتونخوا کې ۱۲۳، په بلوچستان کې ۱۳۱، پنجاب کې ۳۹۴، په مرکز اسلام اباد کې ۲۵ او په سند ایالت کې تر ټولو ډېرې ۴۲۱ پېښې دي.
همداراز په پاکستاني کشمیر او ګلګت بلتستان کې د مثبتو پېښو شمېر ۸۴ ته رسېدلی دی.
د سند د اطلاعاتو ایالتي وزیر ناصر حسین شاه د پنجشنپې په ورځ په یوه ویډیويي بیان کې اعلان وکړ،چې د کورونا وایرس د مخ په زیاتېدونکیو پېښو د مخنیوي لپاره یې په سند ایالت کې په جوماتونو کې د لمونځ پر ادا کولو بندیز لګولی دی.
نوموړي وویل: ” د راروانې میاشت تر ۵ م نېتې پورې به په سند ایالت کې په جوماتونو کې د پېنځه وخته او همدا شان د جمعې لمونځ محدود وي او د سلګونو کسانو پرځای به یواځې ۳ یا ۵ کسان په جومات کې لمونځ ادا کوي او نور ټول خلک به د علماء کرامو له لارښوونې سره په کورونو کې لمونځ کوي. “
د ناصر په خبره، دا ګام یې د مذهبي مشرانو سره تر مشورو وروسته د خلکو د خوندیتوب لپاره پورته کړی دی.
د سند حکومت تر دې مخکې په دې ایالت کې ټول مارکیټونه، بازارونه، هوټلونه، پارکونه او نور د ګڼې ګوڼې ځایونه د ۱۵ ورځو لپاره تړلي دي او د خلکو پر ګرځېدا یې بندیز لګولی دی.
د یادونې وړ ده، چې پر سند سربېره د خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتي حکومت هم په دې ایالت کې ټول بازارونه، مارکیټونه، هوټلونه ښوونځي او نورې نعلمي ادارې تړلي دي.