د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخوا اسناد او شواهد پيدا کړي و چې د پآکستان د پوځ او څارګرې ادارې ځینې جعلي اکاونټونه جوړ کړي چې د افغانانو ترمنځ پکې یووالي پاشي او قومي، ژبني، مذهبي او سمتي موضوعاتو ته لمن وهي.

پاکستان پوځ او استخبارات دا کار له کلونو راهیسې کوي او د جعلي اکاونټونو شاته یې داسې کسان کینولي چې په پښتو او دري ژبه خبرې وکړلی شي او له دې لارې له یو بل سره داسې بحثونه وکړي چې خلک د حکومت پرضد او د یو بل پرضد وپاروي.

هر کله به چې افغانستان کې یوه موضوع د تولنیزو رسنیو د کاروونکو لپاره جالبه وه، همغه موضوع باندې به یې لیکل کول او له دې طریقه به یې غوښتل چې افغانان یو بل وکنځي او د یو بل پروړاندې یې کرکه زیاته شي.

که څه هم په دې تړاو اسناد او شواهد وړاندې شوي و خو چا نه منله، اوس د فیسبوک ادارې میلیونونه اکاونټونه تړلي چې سلګونه زره د پاکستان د پوځ او استخباراتو اړوند کیږي چې توکم پالنې ته به یې لمن وهله.

ممکن د فیسبوک اداره نه وي توانیدلي چې ټول اکاونټونه د پاکستان پوځ او استخباراتو پورې اړوند وتړي، خو دا ډیره ښه شوه چې مالومه شوه د پاکستان پوځ او استخبارات څومره مضر دي او هر هغه کار کوي چې د دوی په کې خیر اود افغانانو پکې شر وي.

د فیسبوک ادارې دا ګام په افغانستان کې د افغانانو لپاره ښه شو چې نور د جعلي پاڼو په تبلیغاتو او نظرونو تېر نه وځي، ځکه پاکستان د فزیکي جګړې تر څنګ رواني جګړه هم مخ ته وړي او په دې برخه کې لږتر لږه بریالي شوي هم دي، خو که افغانان ویښ بیداره پاتې شي، د هیڅ دښمن زهر به پرې و نه چلیږي.

پاکستان له دې ډار لري، که افغانان سره یو شي، بیا پرې د هیڅ هېواد او ټولنې زور نه رسیږي، نو له همدې کبله کار کوي چې افغانان په یو او بل نوم باندې پاشلي وساتل شي او د دې لپاره پاکستان ته ټولنیزې رسنۍ ښه ادرس و چې دا کار یې کو او اوس د فیسبوک ادارې مالومه کړه چې دا پاڼې د پاکستان پوځ پورې اړوند دي چې تړلي دي.

خو باور لرم چې پاکستان به له خپل شرارت څخه وا نه وړي او د افغانانو د یووالي د له منځه وړلو لپاره به نورې پاڼې جوړې کړي او خپل شرارت ته به دوام ورکړي، خو موږ افغانانو ته پکار ده چې د ویښ دښمن پروړاندې ويښ پاتې شو او د هرې توطيې پروړاندې له خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږه ودریږو.

یووالی زموږ قوت دی او بې اتفاقي مو بربادي، نو پکار ده چې هیڅ ډول تبلیغاتو باندې باور و نه کړو چې د زموږ د نظام او ټولنې پرضد وي.

2 thoughts on “پاکستان پوځ انلاین تفرقه اچوي| سید عبدالله پاچا”
  1. سلامونه،
    پاچا صیب سید عبدالله خانه کور دې ودان چې افغان+پښتانه ځوانان دې د پوکسټین ! د سرطانی دانې پر آنلاین ابلیسیتونو پوه کړل!
    همدا پرون مو د محترم قاري صیب عیسا کلیپ په یو-ټیوب کې واوریدو ،چې د هلمند/باباجي په قضیه کې ېې د پنجابي شیطانانو او دڼنه وطن کښې جاسوسانو فریبونه ېې برملا کول،
    زما په نظر، د افغانستان حکومت په داخل کې هم ځینې افراد،کړئ، کرنیل مرنیل حتی مولاناګان د یو څو کلدارو مردارو په بدل کې زمونږ د ګل غوندې ماشومانو، خویندو، میندو، ځوانانو، سپینږیرو ، سربازانو ، مخورو، ا.د.ن. په وینو تجارت کوي او په سر کې پوکسټینی، او د نورو پردیو هور باندی تیل پاشي او د ملک د تباهۍ لامل ګرځي !
    نو ، همهاغسې چې تاسو پورته ذکر کړی ؛ قوت په یووالي کې دی ؛لا به یو کېږو ګنې ورکيګو!!
    او هغه آیت کریم ( و اِن جاءکم فاسقاََ فتبینوا..الآیه) باید هر مسلمان افغان په یاد ولري او د هر چا په چټیاتو ځان په جهنم کې وانه چوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *