هندوستان په روان کال کې په خپل هيواد کې د لسو لویو ميګا پروجيکټونو پلان لري، زه غواړم د دغو پراجيکټونو په اړه لنډ وليکم چې څه په اړه دي او څومره مصرف پرې کيږي خو مخکې له دې چې هغه پښتون چې په پاکستان فخر کوي، د پنجابي د خوشالۍ لپاره هندستان او خپل افغان ته سپکې سپورې وايي په خپل ګريوان کې سر دننه کړي چي پاکستان دوی ته تراوسه کوم ښه صحت، تعليم يا نور سهولتونه ورکړي.

هند به د جمو کشمير ولايت خلکو ته په چناب سند په 92 ملين ډالر يو ستر پول جوړ کړي چې دا به د هغه ځای خلکو ته يو لوی سهولت وي.

اناچل پرديش ولايت کې به ديبنګ هايډرو پراجيکټ په 25 بلين ډالره جوړ کړي.

د سمندري فوځيانو د پاره به په ممبئ کې په 24 بلين ډالر يو ائرپورټ جوړ کړي.

ګجرات فنانس سيټي په نوم به په 20 بلين ډالر يو ښارګوټۍ جوړ کړي چې په 2018 کې به بشپړ شي.

دهلي ممبئ انډسټريل کوريډور په نوم به په 90 بلين ډالر به يوه ستره تجارتي پروژه جوړه کړي.

حيدراباد دکن کې به په 21 بلين ډالر ميټرو جوړه کړي.

نيشنل هائی وے ډوپلمنټ پراجيکټ په يوه پروژه به په 36 بلين ډالر جوړه کړي.

نارمندره ويلي ډوپلمنټ پراجيکټ به په 30 بلين ډالر جوړ کړي.

دا ټول پراجيکټونو ته که اوس مونږ فکر وکړو او پاکستان ته فکر وکړو نو د زمې اسمان فرق هومره فرق لري، نور پاکستان به مونږ پرېږدو يواځې د خپلې پښتونخوا خبره به وکړو ځکه چې اوس مونږ دلته په پښتو ليکل کوو نو په دې نوي کال کې حکومت په پښتونخوا کې د څومره کارونو کولو ټارګټ ځانته ټاکلی؟ يا په تيرو کلونو کې د پښتونخوا ولس ته څه کړي؟ دا خو بيا هم د پښتونخوا د ولس قسمت ښه وو که هر څنګه وو خو عوامي نيشنل پارټۍ کارونه وکړل که نور څه نه وي کالجونه او يونيورسټيانې خو يې ورته جوړې کړې.

دا يو هيواد يواځې دا زمه داري نه ده چې خپل وګړي ته دې د لس پينځلس زره روپو نوکري ورکړي او ځان دې خلاص کړي، هيواد دا پوره حق لري چې خپل ولس ته د تعليم او صحت برق او به ګاز او ټول سهولتونه ورکړي، دا ژوند دی دا يو ځل په لاس راځي، درې وخته ډوډۍ خوړل په لس زره روپۍ روزګار کول څه ژوند نه دی که دا چاته ژوند ښکاري نو زه په تفصيل پسې نه ځم خو په يوټيوب دې د يورپ امريکه د خلکو د ژوند په اړه ډاکومنټري فلمونه وګوري.

د پاکستان دولت هر کال په ملينونو او بلينونو ډالر په جنګي جهازونو اخيستلو او اسلحې جوړولو خرچه کوي، او هر کال د کروړونو او لکهونو ډالر دغه جنګي طيارې غورزيږي تباه کېږي خو څوک يې د پوښتنې نشته، که په دغه پيسو د پښتونخوا په لرې پرتو سيمو کې سکولو کالجونه جوړ کړی نو  بد به وي؟ ټوکه مې وکړه زما خو هير وو دا شته دې نه ورانوي نور دې نه جوړه وي.

خبره مې د هندوستان د ميګا پرجيکټس پورې کوله چې هندوستان څنګه خپل اولس ته ګټې ورکوي او پاکستان خپل اولس ته څه ورکوي، د پښتونخوا په قبايلي سيمو وزيرستان کې ټول اسکولونه کورونه فوځيانو وران کړي، روغ کلي سړکونه يې وران کړي، خلک يې وژلي، يو خوا فوځيان او بل خوا عام اولس دل کړل شوي دی، نو زه خو نور د ليکلو څه نلرم تاسو مرسته وکړئ، ګل خان پويه کړئ چې د پاکستان نه نور څه غواړې، ځان وپيژنه، پښتونولي وپيژنه، د پنجاب نه حفل حق غواړه، نور څه چې د چين سره د ګوادر کوريډور هغه ستره پروژه يې درنه هم پنجاب ته واړوله.

نو پښتونه! تا ته پاکستان څه درکړل؟ دوه وخته ډوډئ خوړل خو د ژوند مقصد نه دی.

نوربادشاه يوسفزئ

One thought on “پاکستان پښتنو ته څه ورکړل؟/ نوربادشاه يوسفزی‎”
  1. خبره په پنجاب کي نه ده پنجاب بې له هغه څخه دپښتنو دښمن دئ مګر تر ټولو خطر ناکه دښمن دپښتنو ګل خانان دي چه دخپل قدرت او جيب دډکولو لپاره ئې خپل آولس پنجاب ته چوغ کړئ دئ چه تر آوسه پښتانه بې سواده دپنجاب چوکيداران دي.دپښتنو دبې سوادئ له وجي ټوله ډوبئ او عربستان په آباد سو او تر اوسه دعربو مزدوري کوي .بې سوادي يعني غربت او غلامي لکه هم داسي چي ده
    کله چه نسل بې سواده سو او خپل تاريخ باندي نه پوهيږي لکه خر په غوجل کي .
    ښه نمونه ئې خپله مورنۍ ژبه ئې نه ده ذده دښو او واښو فرق نه سي کولائ دخپل بادار دخوشحاله کولو لپاره خپلو وړونو او ميندو ته بد او رد وائې داټوله دګل خانانو دبرکت په زور
    اولس ته پکار ده چه نور نو ددې خوب څخه بيدار او دخپل دآذادۍ لپاره سر پکار سي او دې کل خانانو څخه خپله لاره جلاء کړي .دلوئ آفغانستان او دپنجاب دنابودئ په هيله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *