پاکستان چې د سیمې د سیاست په نبض پوه دی، نړیوالو ته وښودله چې منزوي کیدای نشي اوس هم سیمه ئیز لوبغاړی دی او په سیاسي لوبو کې څنډې ته شوی ندی که امریکا یی په ملګرتیا ونه مني نو د روس همکار به وي.
نژدې کال راهیسې د پاکستان د څنډې ته کیدو او انزوا په اړه شنوونکي او سیاستوال ګڼې لیکنې او څرګندونې کوي چې پاکستان ګوندې څنډې ته شویدی او په سیمه کې یی خپل باور له لاسه ورکړیدی! دا چې ددې باور او نظر یقیني کیدل څومره ممکن دي اوسني شرایط یی ښه ځواب ویلای شي چې د وړاندې شويو نظرونو خلاف عمل روان ده.
پاکستان د استخباراتي ځواک او سیاسی شیطان په توګه له ایجاد سره سم د ځواکمنو او پیاوړو هیوادونو خوا نیولې ده او پدې اغزنه لاره کې یی تل د زورور ملګرتیا کړیده، له چین او برتانیي سره د پاکستان تلپاتې دوستانه اړیکې او تر څنګ یی د امریکا او روس سره د اړتیا په صورت کې مهالنې اړیکې ددې ضمانت کوي چې پاکستان به په سیمه ئیز سیاست کې تر ډیره فعاله حضور ولري او له نظره غورځول یی ستونزمن دي.
همدارنګه له سعودي عربستان او ترکيي سره د پیاوړو مسلمانو هیوادونو په توګه دوستانه اړیکې لرل د پاکستان سیاسي ابتکار ده، د یادونې وړ ده چې د پاکستان ډپلوماتیکې دستګاه د اړیکو توازن په ډیر ښه شکل سره ساتلی ده چې د پاکستان بقاء تضمینوي.
پاکسان په آسانی سره پدې وتوانیدل چې د طالبانو د تحریک نظامي او سیاسي غړي په پوره امنیت او ډاډ سره روس ته انتقال کړي چې پدې اړه داسې ګونګوسې هم دي چې پاکستان د طالبانو په سر له روس سره معامله کړیده او طالبان یی په روسانو پلورلي دي.
په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د ولسمشر اشرف غني په نوښت د مؤثرې او معقولې بهرنې پالیسی جوړیدل د اشرف غني د حکومت تر ټولو مهمه لاسته راوړنه شمیرل کیږي چې پر مټ یی کیدای شي افغانستان د لوبغاړي په توګه په سیمه ئیز سیاست کې ولوبیږي خو پدې لاره کې لا ډیر حرکت او فعالیت ته اړتیا لیدل کیږي.
خدای دې نکړي لکه د تیر په څیر د امریکا او روس سړه جګړه په افغانستان کې یو خل بیا په تودې جګړې بدله شي لکونه افغانان شهیدان شي او افغان وطن بیا وران شي ځکه اوسمهال د روس او امریکا سړه جګړه اوج ته رسیدلې ده، په هر قیمت چې وي باید هر اړخیزه سوله ترسره شي.
د سوکاله او پیاوړي افغانستان په هیله