د روغتیا سکتور سرچینې وايي، دا ویرونکی شمیر دی، ددوی په قول لکه یوه سونامي او فاجعه داسې زیګنال دی.

د اووه سوه کسانو له مینځه چې د اچ ای وي نښې پکې وموندل شوې او اکثر یې پیشرفته بڼه هم لري، یوازې ۶۰۰ یې ماشومان دي. سره له دې چې دولتي روغتونونه ټینګار کوي، چې ددې ماشومانو میندې پلرونه روغ دي، اما ویره شته چې ډاکتران د اجتماعي نظم او یا دولتي فرمایش له امله دا خبره کوي، ګني خطر یې زیات دی.

د سرچینو په قول ددغو ماشومانو د سم نیمو عمرونه یې تر پینځو کلونو کم دي.

دا پېښه د کراچۍ په شمال په راتو دېرو سیمه کې شوې ده. اوس مجبور څه باندې ۳۰۰ کسان معاینه شي. حکومتي چارواکي وايي، اوس لګیا دی چې دلیل معلوم کړي.

د پاکستان په اکثر سیمو کې چې د نامشروع جنسي اړیکو لپاره شخصي ځایونه جوړ شوي او د پولیسو او محاکمو له خوا ډیره پابندي ورباندې نشته، صحتي کنترول، پروخت معاینات او د ايچ ای وي په څیر مضرو جنسي ناروغیو څخه پوهاوی نشته.

By Seen

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *