امین شینواری

امین شینواری||

د دوه زره شپاړسم کال په آخری میاشتو کې د تورخم لاری له بندیدو سره سم په پاکستان کی دننه او له افغانستان څخه راتلونکو افغانانو ته خصوصا زده کوونکو او محصلینو ته ډیرې ستونزې پېښې شوې.

پاکستان له یو کال راهیسی افغانانو ته یوه نه یوه ستونزه په تعلیمی اسنادو کی پیدا کوي. کله یوه بهانه جوړه کړي – کله بله او خواران ډیر په عذابوی. هغه محصلین چی د ماسترۍ لپاره پاکستان ته راځي باید لومړی د دولسم Equivalence (معادل) جوړ کړي چې دا تقریبا له دریو نه تر څلورو میاشتو وخت نیسی. وروسته له معادل سند سره د پاکستان لوړو زده کړو HEC  ته مراجعه کوي چې د خپل لیسانس معادل سند ترلاسه کړي او بیا په دې دواړو معادلو سندونو په پوهنتونو کې د ماسترۍ لپاره درس ووایی. بې له دې دواړو معادلو سندونو Equivalence  یو محصل نشی کولئ چی په پوهنتون کی داخله واخلی، بی له اسلام اباد نړیوال پوهنتونه چی هغوئ محصلینو ته یو څه رعایت ورکوی او پرته له دې اسنادو داخله ورکوي خو هغوئ هم وخت ورکوي تر څو دا سندونه ورته اماده کړی.

امین شینواری

خو دی معادل سندونو لپاره پاکستان عجیبه قانون راویستی دی چی د افغانستان نه راغلی محصل سره باید د محصلئ ویزه Student Visa  وی. حال دا چی د تحصیل ویزه تر هغو سفارت نه ورکوي تر څو د پوهنتون (پاکستانی پوهنتون) څخه ورته پوره اسناد نه وی برابر شوی. اوس یو محصل راغی پاکستان ته نو هغه ته پرته له معادل سندونو په پوهنتونو کی داخله نه ورکوي نو هغوئ ته څنګه خط/سند ورکړی چی دا هلک دلته محصل دی؟

دا خبری او موضوع  ډيرو محصلینو شریکی کړی دی او هغوئ هم دا منی چی د پاکستان د لوړو زده کړو وزارت دغه ستونزی د افغان محصلینو مخکی ږدی او هغوئ ته یی خنډونه ایښی. هغوئ وایی چی دا موضوع موږ له هغوئ سره شریکه کړی ده.

پاکستانی تعلیمی ادارو په تیره بیا تدریسات ثانوی IBCC او د لوړو زده کړو وزارت HEC  افغانانو ته ډيری ستونزی پیدا کوی. کله په یوه پلمه او کله په بله پلمه محصلین په عذابوی. کله یی په سند کی د نوم او پلار نوم سپيلنګ Spelling  کی ستونزی پیدا کوی، کله د تخلص، د زیږدنی نیټی DOB او کله بیا نو د تحصیلی ویزی ستونزی ورته زیږوی. محصل د کابل یا جلال اباد نه راشی، په ژبه هم ورسره نابلده وی او د دوئ رویه بیا دا شی چی مسئلی یی نه حل کوی. هلته بیا میشت سفارت هم خپله بی کفایتی ښيي، د ستونزو په حل نه پوهیږی، منطقی دلایل نلری او د محصلینو غم ورسره هیڅ نه وی. هغوئ یی هم ماڼیجن را رخصت کړی چی “ این مشکل تابالی حل نشده است “.

افغانان پاکستان ته د درس ویئلو لپاره ځکه زړه ښه کوي چی پاکستان ورته لنډ، ارزانه او ورسره کولئ شی چی خپله وظیفه هم پرمخ بوځي. ډيرې لسانسه محصلین وظیفه لرونکی وی نو هغوئ کوښښ دا وی چی پیښور کی خپل تحصیل پرمخ بوځی او ورسره کار هم وکړی. پيښور کی پوهنتونونه عموما د ماسترۍ دوه یا درې ورځي تدریس لری نو یو محصل په اسانئ سره کولئ شی دوه ورځی رخصت واخلی یا د پوهنتون سره تماس کی شی او تقسیم اوقات برابر کړی.

زمو ډيرې افغانان د اقتصادی ستونزو له کبله نشی کولئ چی بهر لاړ شی او خپل تحصیل مخی ته بوځی نو هغوئ ته دا غوره ښکاری چی د تحصیل سره وظیفه هم ولری او لنډ ورته هم پریوځی تر څو تعلیمی کچی لوړیدو سره یی کورنۍ ته هم یوه مړۍ روزی پيدا کړی.

په اسلام اباد کی میشت افغان سفارت ته پکار دی چی د دې ستونزې د حل کولو لپاره  جدی ګام واخلی او د پاکستان اړوندو چارواکو سره  په تماس کی شی څو محصلین د زده کړو څخه محروم نه شي او په اسانه لوړې زده کړې وکړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *