سرچینه: پاکستان ټوډې

ژباړه: نسیم سالارزی –

د ۲۰۱۴ ز کال د ډسمبر پر ۱۶په پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر برید وروسته په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند تریخ شوی او د پخوا خلاف دا ځل پاکستان هم د افغان کډوال پر وړاندې ډېر حساس شوی دی.

په هغه غونډه کې چې د افغان کډوالو د سوداګریزو فعالیتونو د څار په موخه جوړه شوې وه، پکې پدې هوکړه وشوه چې د دوی سوداګریز فعالیتونه ټول وڅارل شي او بانکي اکاونټونه یې فلتر شي، پرته له هغو چې قانوني اسناد لري.

همدا ډول په راتلونکو ۸۵ ورځو کې به په ټول پاکستان کې په افغان کډوالو ویشل شوي شاوخوا ۱۰۰ میلیونه سیمکارتونه هم له سره وارزول شي.

له مالي کمېسیون سره په ګډه به د پاکستان د استخباراتو ادارې مامورین د افغان کډوالو د بانکي اکاونټونو په فلتر کې برخه اخلي. ترلاسه شوي معلومات به له ترورېزم سره د مبارزې محکمې ته سپارل کېږي. د افغان کډوالو دغو بانکي اکاونټونو ته به ټولې داخلېدونکې او اېستل کېدونکې پیسې وپلټل شي او که چېرې په ځینو مواردو کې شک موجود وي، نو خاوند به یې محکمې ته پېژندل کېږي.

پدې غونډه کې د افغان کډوالو د سوداګریزو فعالیتونو په اړه دا پرېکړه هم شوې چې که چېرې قانوني اسناد ونه او یا لږ هم شک پرې راشي، نو اکاونټ به یې وتړل شي.

که څه هم پدې کمپاین کې ټولې ګډې ادارې اندېښنه ښیي چې که په مخامخ ډول او له کومې پلټنې پرته د افغان کډوالو سوداګریز فعالیتونه وتړل شي، نو منفي اغېز به یې پر پاکستاني اقتصاد هم پریوزي، خو پدې فلتر کې به د افغان کډوالو ټول بانکي اکاونټونه، مالي راکړه ورکړه، د نیمه دولتي او خصوصي نهادونو او سازمانونو مالي حسابات به یې د ترورېزم ضد محکمې له لوري حتمي فلتر کېږي.

وړاندې پاکستاني حکومت د هغو کسانو لپاره د بند سزا اورولې چې افغان کډوالو ته پاکستاني اسناد جوړوي او د خپلو کورنیو د غړو په توګه یې په ځان پسې تړي.

پدې اړه په غونډه کې د کورنیو چارو پر وزیر سربېره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت استازي، د لومړي وزیر د دفتر استازي، صوبایي مالي استازي، د اسلام اباد د پولیسو مشر او د استخباراتي ادارې استازو ګډون درلود.

پرېکړه شوې چې په راتلونکو ۸۵ ورځو کې به دغه ډله د ۱۰۰ میلیونه هغو سیمکارتونو په اړه هم یوه قاطع پرېکړه اعلان کړي، چې دا وخت په ټول پاکستان کې افغان کډوالو ته ورکړل شوي دي. پدې فلتر کې به د هغو کسانو د نومونو په اړه هم څېړنه کېږي چې دغه سیمکارتونه یې په نوم شوي دي او لخوا یې کارول کېږي.

په اوس وخت کې تر ټولو لویه ادعا داده چې وسله وال هم له دغو سیمکارتونو استفاده کوي، خو دا چې په یوه وخت له څو هغو استفاده کوي او یا تر استفادې وروسته یې لرې غورځوي، نو استخباراتي ادارو ته یې د خاوند یا کارونکي پېژندل سخته شوي دي.

له ترورېزم سره د تازه پیل شوې دغې مبارزې یوه برخه به دا هم وي، چې له وسله والو فعالیتونو سره اړیکه لرونکي ټول سایټونه او ټکنالوژیک فعالیتونه به وتړل شي، هغوی چې له دې لارې په ټولنه کې د ترهګرۍ ضد پیغامونه خپروي.

کمېسیون همدا ډول پرېکړه کړې چې د اسلام اباد شاوخوا اوسېدونکي افغانان به نور ونشي کړای، چې د پاکستان دولتي او په ځانګړي ډول نظامي مرکزونو ترڅنګ تګ راتګ وکړي.

همدا ډول په کمپونو کې به هم د کډوالو پر ترهګریزو فعالیتونو څار زیات کړای شي. ورسره به په اسلام آباد کې حساسو او استخباراتي ادارو ته څېرمه ټولې مشکولې ودانۍ ونړول شي او یا به د پوځ تر ولکې لاندې راوستل شي.

د ټولو هغو دیني مدرسو په اړه به هم جدي او قاطع پرېکړه وشي چې له ترهګریزو ډلو سره اړیکي لري او یا پکې زمینه سازي کېږي.

تبصره:

د افغان کډوالو له بانکي اکاونټونو نیولې بیا تر ترهګریزو فعالیتونو او په دیني مدرسو کې د ترهګریزو فعالیتونو زمینه سازي ټول هغه څه دي چې پخپله پاکستاني استخبارات ورته زمینه سازي کوي. دې کې شک نشته چې پدې کار سره به پاکستان یو ځل بیا د میلیونونو افغانانو د غیر قانوني سوداګریزو فعالیتونو په محدودولو سره میلیونونه ډالر ترلاسه کړي، اما دا خو لکه لمر واضح ده چې د ترهګریزو فعالیتونو زمینه سازي د دوی لخوا ورته کېږي.

له امریکې د مرستو د پکېج تر اخستو او همدا ډول په سیمه کې وروستیو تغیراتو ته په کتو دا ځل ښکاري چې پاکستان به دا ټول څه وکړي، اما د ښه او بد انتخاب به بیا هم په سر کې وي.

هغه اکاونټونه به وتړل شي چې پاکستان ته ترې د خطر بوی احساسېږي، کنه هر کال خو میلیونونه پاکستانۍ کالدارې د همدغو بانکونو له لارې له عربي نړۍ پاکستان ته انتقالېږي، په افغان کمپونو کې خو د همدغو استخباراتي کړیو له خوا روزنځایونه جوړ دي او بالاخره د شپې ځانګړي نومونه خو د همدوی د افسرانو لخوا توزیع کېږي، نو بیا؟ ټوله لوبه ده، خو اوس ولیدل شي چې افغان کډوال بیا هم ددې لوبې خس او خاشاک پاتې کېږي او کنه؟

One thought on “پاکستان کې د افغان کډوالو بانکي اکاونټونه فلتر کېږي”
  1. هرکله دغه ستونزه یواځې او یواځې افغان مهاجرو ته پېښه ده او بیا هم سوځی افغانان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *