تاند، سه شنبه، د اسد ۸مه: د پاکستان راولپېنډۍ کې د یوې پوځي الوتکې د راغورځېدو پېښه کې د دوه پیلوټانو په ګډون ۱۸ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپيان دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې د هوايي ځواک دا الوتکه د راولپېنډۍ موهړه کالو سیمه کې پر ولسي ابادۍ راغورځېدلې ده.

نوموړی وايي، دا الوتکه د پوځیانو د روزنې لپاره وه چې ددوه پیلوټانو په ګډون ۵ کسیزه عمله یې هم په کې وژل شوې ده: (( وژل شوې عمله کې کرنیل ثاقب، کرنیل وسیم، نایب صوبه دار افضل، حوالدار امین او حوالدار رحمت شامل دي.))

نوموړی وايي، له پېښې وروسته اورلګېدنه هم شوې چې ۱۳ ملکي وګړي په کې وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي: (( اور پنځه شپږ کورونو کې لګېدلی، موږ له خاورو لاندې شوي مړي هم را ایستلي، د راولپينډۍ ټولو دولتي روغتونو کې مو اضطراري حالت اعلان کړی دی.))

پاکستان کې له څو کالو راهیسې دا پېښه د خپل نوعیت له مخې خورا جالبه ځکه ده چې کوم پوځ د خپلې پیاوړتیا دعوې کوي، نن یې نه یوازې خپله عمله د اور خوراک شوه، بلکې خپل عام خلک یې هم د الوتکې د راغورځېدو له کبله د اور خوراک شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *