تاند- د پاکستان په تاریخ کې د یو ډالر بیه په لومړي ځل ۱۵۷ روپیو (کلدارو) ته لوړه شوه.
نن په ټول پاکستان کې ډالر په ۱۵۶ اعشاریه ۵۰ پيسو خرڅېده او په تېرو اتو ورځو کې د یو ډالر په بیه کې ۸ روپۍ زیاتوالی راغلی دی.
پاکستاني صرافانو ویلي، ډالر ځکه لوړ شوی چې په پاکستان کې مالي کال په ختمېدو دی او ورسره جوخت بهرني پانګوال شرکتونه خپلې پيسې د کال په اخر کې له پاکستانه باسي.
پرون په پاکستان کې د یو ډالر بیه ۱۵۳ اعشاریه ۶۰ پيسې وه.
د ډالرو په بیه کې بې حده زیاتوالی په پاکستان کې د اختر له رخصتیو وروسته پیل شو او اټکلونه ښيي چې یو ډالر به ۲۰۰ روپیو ته لوړ شي.
د ډالر بیه نه یوازې پاکستان بلکې د افغانستان، ترکیې او ایران په شمول د نړۍ اکثره هیوادونو کې لوړه شوې ده.