تاند، دوشنبه، د عقرب ۶مه: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان په رتودیرو سیمه کې د یو ډاکټر لخوا ډېرو کسانو ته په ایچ آی وي د ککړ سرنج او پیچکارۍ کارولو له کبله نږدې ۱۰۰۰ تنه ماشومان په ایډز اخته شوي دي.

مسوولان وايي، د پنجاب په رتودېرو سیمه کې د مظفر ګانګرو په نوم د ماشومانو د ډاکټر له لاسه ۱۱۱۲ کسان په ایډز تازه اخته شوي دي چې له دې منځه یې ۹۰۰ تنه ماشومان دي.

 د چارواکو په خبره رتودیرو د بې وزله خلکو سیمه ده چې یوازې یو ډاکټر یې د مظفر ګانګرو په نوم درلود او هغه په ایډز ککړه پیچکارۍ ټولو ناروغانو ته کاروله.

د راپورونو په اساس له اپریل میاشتې راهیسې تر اوسه په رتودیرو سیمه کې ۳۵ ماشومان د ایډز له ناروغۍ مړه شوي دي.

 په پاکستان کې د رسمي شمېرو له مخې ۱۶۵ زره انسانان په ایډز اخته دي او دا شمېره ورځ تر بلې لوړېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *