تاند، دوشنبه، د اسد ۲۱مه: په پاکستان کې سختو موسمي بارانونو او سېلابونو تر ۱۶۰ زیات کسان وژلي دي.
د جرمني ډي پي آی اژانس وايي، دا مهال د پاکستان په مختلفو سیمو کې د دغه هېواد مرستندویه ډلې د خلکو د ژغورنې په کار بوخت دي.
په پاکستان کې هر کال د اګست او جولای میاشتو پر مهال درانه سیلابونه او بارانونه د لسګونه کسانو ژوند اخلي.
د چین شینهوا اژانس هم د پاکستان د اورښتونو او سېلابونو په تړاو وايي، یوازې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې سیلابونو ۲۰ کسان وژلي دي.
راپور وايي، تر ټولو زیات تلفات د جولای په بارانونو کې پاکستانیانو ته اوښتي دي.