تاند، چهار شنبه، د میزان ۳مه: د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر، پنجاب او خیبر پښتونخوا کې پرونۍ سختې زلزلې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي او ۴۰۰ نور ټپيان دي.

د امریکا د ځمکپوهنې د ادارې سروې ښيي چې پرون مازیګر دغه زلزله ۵ اعشاریه ۸ درجې وه تر ځمکې ۱۰ کېلو متره لاندې ساحه کې رامنځته شوې ده.

راپور وايي، د زلزلې مرکز هم د جیهلم شمال ته د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او پنجاب تر منځه ۲۲ اعشاریه ۳ کېلومتره واټن لري.

د پاکستان د طبیعي پېښو د سنجونې مرکز مشر محمد ریاض فرانس پریس اژانس ته ویلي چې دغې زلزلې پنجاب او خیبر پښتونخوا ځپلي دي خو تر ټولو سخته یې د کشمیر میرپور سیمه لړزولې چې هلته ټولې وصلوونکې چارې له ځنډ او خنډ سره مخ دي.

د میرپور د پولیسو قومندان سردارګل فراز خان وايي، دوی تر اوسه له خاورو څخه ۲۳ مړي را ایستلي چې درې ماشومان هم په کې شته او تر ۳۰۰ زیات نور ټپيان دي.

د میرپور ولسوال چودري محمد طیب بیا وايي، دا مهال د ۳۵ ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او کېدای شي د مړو شمېر تر دې هم لوړ شي.

بلخوا د پاکستان لومړي وزیر او د پوځ مشر په دې پېښه شدید خپګان ښودلی او امر یې کړی دی چې په کشمیر کې دې قربانیانو ته عاجل خدمات ورسول شي.

د دې زلزلې له اتو تر لسو ثانیو پورې ټکان په لاهور، ملتان، سرګودا، فیصل اباد، ګجرات، سیالکوټ، ساهیوال، رحیم یارخان، راجنپور، پاکپتن او نورو سیمو کې هم احساس شوې دي.

دغه راز یې د خیبر پښتونخوا پیښور، ایبټ اباد، مردان، شانګله، بونیر، دیر، هریپور، مالکنډ کې هم نږدې ۱۰۰ کسان ټپیان کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *