تاند، شنبه، د قوس ۱۶مه: د الجزیره تلویزیون د یو راپور له مخې له تېرو دوه کلونو راهیسې د پاکستان د خلکو تر منځ پر چینایانو د لوڼو خرڅولو کاروبار وده کړې او تر دې دمه له ۶۰۰ څخه زیاتې بې وزله نجونې او مېرمنې پر چینايي نارینه و د واده په نوم خرڅې شوې دي.
ایسوشییټډ پریس اژانس هم له پاکستاني پلټونوکو ادارو د ۶۲۹ نجونو لیست ترلاسه کړی دی چې په تېرو دوو کلونو کې کورنیو پر چینایانو پلورلې دي.
پولیسو ویلي، چینایان دا نجونې ځان ته نه ودوي، بلکې دوی نجونې قاچاقوي او د نورو اهدافو لپاره کارول کېږي، خو په تېر اکتوبر کې د فیصل اباد محکمې د نجونو د قاچاق په تور نیولي ۳۱ چینایان د پاکستان او چین د دوستۍ په خاطر خوشې کړل.
راپور وايي، پلټونکو ادارو ګڼې نجونې د څه ویلو څخه منعه کړي او ګواښونه یې ورته کړي دي چې د خپلې خرڅېدنې کیسه به نه کوي.
د سلیم اقبال په نوم یو کس چې غوښتل یې د نجونو د قاچاق د مخنیوي لپاره د پولیسو مرسته ترلاسه کړي، پولیسو یې هیڅ عرض نه دی اورېدلی.
الجزیره وايي، کله یې چې په دې اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وپوښت، هغوی هم له څه ویلو انکار وکړ، خو یو پولیس افسر بیا ویلي، چې د پاکستان حکومت چین ته د نجونو د قاچاق په اړه معمولي اقدام هم نه کوي او کوم پولیس افسر چې په دې اړه دوسیه وپلټي، هغه له سخت رد عمل سره مخ کېږي.
الجزیره وايي، کله یې چې د چین د باندنیو چارو وزارت په دې مسئله وپوښت، هغوی یې په اړه ناخبري وښوده: (( چین او پاکستان د خپلو خلکو د ګډ ژوند د جوړولو هرکلی کوي، خو که څوک په دې برخه کې قانون مات کړي، سزا به ورکړل شي.))
الجزیره د اسوشیټډ پریس له قوله لیکي، سږ کال په پاکستان کې د مسیحیانو اقلیت ته د دلالانو پام زیات ور اوښتی او هغوی کوشش کوي چې د واده په بهانه ترې لوڼې په چینایانو وپلوري، خو دا نجونې چې چین ته یوړل شي، بیا مجبورېږي چې فاحشه خانو کې د چینایانو لپاره پيسې وګټي.
الجزیره یو داسې مسلمان مذهبي سکالر هم پیدا کړی دی چې د ودونو د مشاورې یو دفتر چلوي او پر چینایانو د پاکستان د غریبې ټولنې نجونې پلوري.
په دې لړ کې پاکستان په خپلو هوايي ډګرونو له دوه کلونو راهیسې ۶۲۹ نجونې ثبت کړې دي چې له چینایانو سره له پاکستان څخه تللې دي.
راپور کاږي چې داسې ښکاري په پاکستان کې پر چینایانو د لوڼو پلورل یو نوی او ګټور کار ګرځېدلی دی چې هیڅوک یې مخه نه نیسي.