تاند- په تورخم کې د افغانستان او پاکستان له وروستۍ لانجې سره سره د پاکستان پوځ په تورخم کې یو ځل بیا د ازغن سیم په نصبولو کار پیل کړی دی.

په وروستیو ورځو کې د پاکستان له لوري د ازغن سیم د غځولو او په تورخم کې یوې پوستې ته د پُل د تېرولو پر سر د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا د دې سبب شوه چې دواړه خواوې تورخم ته ټانکونه ولېږي او پاکستان لږترلږه ۳ ورځې د تورخم دروازه بنده کړي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د سرحدي قول اردو عمومي څارونکی ډګرجنرال مظهر شاهین د ازغن سیم د نصب د چارو د کتلو لپاره تورخم ته لاړ.

ده د پاکستان له سرحدي ځواکه وغوښتل چې د مشکوکو کسانو تګ راتګ په دقت وڅاري.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف او نورو چارواکو سره په خبرو کې موافقه وکړه چې تورخم پرانستل شي او تورخم ته استول شوې درنې وسلې او اضافي ځواکونه بېرته خپلو مخکینیو ځایونو ته ولېږدول شي.

تورخم ته د ټانکونو او زغرګاډو له لېږلو سره وېره پیدا شوې وه چې ممکن د دواړو خواوو ترمنځ وسله والو نښته وشي.

د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو په ځلونو د ډیورند کرښې په اوږدو کې، په تېره بیا د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره کې د پوستو د جوړېدو پر سر نښتې کړي دي.

د دواړو خواوو ترمنځ وروستۍ نښته تېره میاشت (اپریل) د ننګرهار په ګوشته ولسوالي کې وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *