تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز د ۱۲ پاکستاني طالبانو د اعدام حکم ورکړ.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، جنرال جاوید قمر باجوه ۶ نور سختدریځي په عمرقید محکوم کړل او ویې ویل چې له ترهګرو سره به سخت چلند دوام وکړي.

پاکستان هر څه موده وروسته په جګړه کې نیولي طالبان په دار ځړوي.

تر دې مخکې تېره میاشت د پاکستان د پوځ لوی درستیز د ۷ تنو د اعدام حکم عملي کړی و.

د پاکستان پوځ د وروستیو اعدام شویو کسانو په اړه ویلي چې هغوی د پېښور ښار پر یوه جومات په حمله کې لاس درلود چې په نتیجه کې یې ۳۴ تنه ووژل شول او ۱۳۳ نور ژوبل شول.

د پاکستان پوځ وايي، له ۲۰۱۴ څخه یې د ترهګرو د اعدامونو لړۍ پیل کړې او له کبله یې امنیت ښه شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *