تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: پاکستاني پولیسو په پېښور ښار کې ۲۹ تنه افغان کډوال د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځنې په جرم نیولي دي.
د پیښور د پولیسو ویاند عنایت علي وايي، دغو افغان کډوالو د خپلو مراسمو د نمانځنې لپاره قانوني اجازه نه وه اخیستې، ځکه یې زندان ته استولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانانو په اماراتو، ترکیه، چین، اروپا، امریکا او نورو هېوادونو کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه له کوم ممانعت پرته نمانځلې ده.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو غیر رسمي سرچینې وايي، سفارت په دې موضوع خبر نه دی او نه یې هم له پاکستاني چارواکو سره په دې تړاو اړیکه نیولې.