تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: د کونړ والي عبدالستار میرزکوال پاکستاني پوځیانو په تېرو دریو ورځو کې د کونړ پر دانګام، شلطن او ناړۍ ولسوالیو ۷۲۰ توغندي راویشتلي دي.
ښاغلي میرزکوال تاند ته وویل، دغو توغندیو په کونړ، شلطن او ناړۍ کې ګڼو ولسي کورنو ته مالي زیان اړولی دی.
نوموړي ونه ویل چې ځايي خلک له دغو توغندیو کډې کولو ته اړ شوي که نه خو تر دې وړاندې په تېرو لسو کلونو کې د پاکستاني لوري د توغندیو له کبله د سیمې زرګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې او یا یې تلفات ورکړي دي.
بلخوا د کونړ د ولایتي شورا غړی جمال الدین سیار ګواښ کوي که پاکستاني پوځیان له خپلو کړنو وانه وړي نو ولس به له امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه لاس په کار شي او مخه به یې ونیسي.
بلخوا د کونړ امنیتي چارواکي وايي، لا دغو توغندیو ولسي وګړو ته تلفات نه دي اړولي خو دوی مرکزي چارواکو ته راپور ورکړی او د وروستي امر په تړاو انتظار باسي.
افغان حکومت په تېرو لسو کلونو کې د پاکستان له لوري د ۱۳ زره څخه د زیاتو توغندیو راورولو په تړاو د ملګرو ملتونو اسامبلې ته هم شکایت کړی خو تر اوسه په دې تړاو هیڅ نه دي شوي.
پاکستان دا وار پر کونړ د توغندیو ورونه له دوه کلن لنډمهالي ځنډ وروسته پيل کړې ده.