تاند- د کندهار ولایتي چارواکي وايي، پاکستان د افغان مهاجرو ۵۰۰ کورنۍ په یو وار له خپلې خاورې ایستلي دي.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک وویل، دا کورنۍ د پاکستان له بلوچستانه د کندهار ښوراوک (ښورابک) ولسوالي ته په زوره لېږل شوي دي.

طالبانو نن /چهارشنبه/ وویل چې دا ولسوالي یې نیولې ده.

خپلواک وايي چې حکومت هڅه کوي چې د بېرته راستنو کړای شویو کډوالو هویت څرګند کړي او د هغوی له اړتیا سره سمې مرستې ورکړي.

ده وویل چې دا کورنۍ حاضردمه د ښوراوک ولسوالي په سرلت، نوشکي، شېراني او سابان سیمو کې اوسي.

ویل شوي چې ډېر شمېر راشړل شویو کډوالو ته د سیمې خلکو په خپلو کورونو کې ځای ورکړی دی.

د ښوراوک (ښورابک) ولسوال عبدالنافع ثنا وايي چې د راستنو کړای شویو کډوالو وضعیت خورا دردوونکی دی.

د ثنا په وینا دوی بیړنیو خوراکي او نورو مرستو ته اړتیا لري.

د پاکستان حکومت روانه میاشت پرېکړه وکړه چې افغان کډوال د ۲۰۱۷ تر پایه پوري په پاکستان کې اوسېدای شي.

پاکستان تېر (۲۰۱۶) کال تر ۶ لکه زیات راجستر او ناراجستر افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل.

له کډوالو سره په ۲۰۱۶ کې د پاکستان زور زیاتی د بشري حقونو د څار ډلې وغانده او د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري یې ملامته کړه چې له مهاجرو افغانانو سره یې د پاکستان پر نادودو خوله پټه کړې وه.

One thought on “پاکستان ۵۰۰ افغان کورنۍ له خپلې خاورې په زور وایستلې”
  1. سلام
    د ښوراوک ولسوال عبدالنافع بړېڅ تخلص کوي او عبدالنافع ثنا په امریکا کي د افغانستان مرستیال سفیر دی.
    هیله ده په راپور کي د ثنا نوم په بړېڅ واړوی څو تېروتنه اصلاح سوې وي.
    درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *